لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په سوونو بې روزگاره کړی شوي خبریالان احتجاجونه کوي


په پاکستان کې خبریالان وايي د تحریک انصاف گوند په واک کې د راتلو ورستو خبري ادارو د سوونو په شمیره کې خبریالان د نوکرو نه لرې کړي دي.

نن په پېښور ښار کې د خیبر یونین اف جرنلسټس او پېښور پریس کلب ځيني مشرانو ويلي دي چې یواځې په پېښور کې د سلو نه زیات خبریالان یا خو د نوکرو نه لر کړی شوي دي یا ورله تنخواگانې کمې کړی شوي دي.

د خېبر یونین اف جرنلسټس صدر سیف الاسلام سیفي په خپله یوه مرکه کې ویلي دي چې د پاکستاني میډیا مالکانو د خبریالانو معاشي قتل عام ته لاس اچولی دی اوپه یو نوټس په لسگونو خبریالان دبیلابیلو ادارو څخه بې دخله کوي.

د یونین صدر واي د لر کړی شوو کارکونکو په ځای کولو لپاره به احتجاجونه کوي. هغه وویل د مالکانو خلاف به احتجاج روان وي.

هغه دا هم وویل چې خبریالانو فیصله کړې چې تر هغې به خبریالان د اسمبلۍ خبرونه نه ورکوي تر څو حکومت د میډیا ادارو مالکانو ته د خبریالانو په نوکرو د په ځای کولو امر نه وي کړی.

ځيني خبریالان تور پورې کوي چې د پاکستان دمیډيا بیلابیلو ادارو نه د خبریالانو د ویستل کیدو لړۍ د عمران خان د حکومت په واک کې د راتلو ورستو چټک شوی ده.

په پاکستان کې یو خبریال گوهر علي تېره میاشت وي او ای ډیوه ته ويلي وو د تحریک انصاف گوند د حکومت له راتلو سره په دې هېواد کې د مېډیا ازادي نوره اغېزمنه شوې او داسې ادارې دي چې په مېډیا یې په پټه او ښکاره غیر اعلانیه بندیزونه لگوي او کار ته یې نه پرېږدي:

"د دې نوي حکومت له جوړېدو پس د صحافیانو حالت ډېر زیات خراب شوی دی، د ټولو ادارو له خوا چڼ کېږي "

هغه وویل:

"په اخبارونو یې اشتهارونه بند کړي دي چې له امله یې د ورځپاڼو مالکانو په سیند، پنجاب او نورو ښارونو کې ډېر زیات شمېر خبریالان ایستلي دي او د هغوی معاشي قتل یې شروع کړی دی، دا یو ډول نه لیدونکی سنسرشپ دی".

ځيني خبریالان واي چې دپاکستان د میډیا ادارو خپلو لر کړی شوو کارکونکو ته ويلي دي چې حکومت پرې سرکاري اشتهارونه بند کړي او د تیرو اشتهارونو بقایاجات هم نه ورکوي چې له کبله هغوي د زیاتو خبریالانو اؤ مامورینو دساتلو توان نه لري

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره میاشت امر کړی وو چې دمیډیا ادارو ته باید دهغوي بقایاجات ادا کړل شي او ددې ترڅنگ یې دمیډيا په ادارو هم غږ کړی وو چې دخبریالانو د ویستلو لړۍ باید ودروي.

دپاکستان په سپريم کورټ کې دا مهال دخبریالانو د بې دخلۍ په ضد مقدمه روانه ده.

دخیبریونین اف جرنلسټس صدر سیف الاسلام سیفي د مشر قاضي نه غوښتنه کړې چې دخبریالانو د بې دخله کړل شوو خبریالانو د بیرته په ځای کولو حکم وکړي او دمیډيا مالکان دې ددې خبرې پابند کړي چې نور به خبریالان له خپلو ادارو نه وباسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG