لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : د سولې جرگې طالبانو سره د خبرو اترو پلان ته ملاتړ ښودلې


د افغانستان پایه تخت کابل کې د سولې جرگې په دریمه او اخیري ورځ طالبانو سره د خبرو اترو پلان ملاتړکړی دی.

د افغانستان پایه تخت کابل کې د سولې جرگې په دریمه او اخیري ورځ طالبانو سره د خبرو اترو پلان کړی دی. دغه پلان د افغان صدر حامد کرزي لخوا وړاندې شوی وو.
د جمعې په ورځ چې د درې ورځنۍ جرگې اخرۍ ورځ هم وه خواؤشا 1600ؤ استازو د صدر کرزی پلان منظورې ورکړه.
صدر حامد کرزي د جرگې په پاېې کې پخپله وینا کې په طالبانو او نورو جنگیالو ډلو زور واچوو چې جگړه دی ختم کړي. ښاغلي کرزې زیاته کړه جرگې د حکومت لپاره یوه نیغه لاره ورکړی ده.
د جرگې مرستیال رئیس قیام الدین کشاف د جرگې پریکړه لیک ولوستلو. پریکړه لیک کې ویل شوي چې طالبانو سره خبرو پېل کولو لپاره به یو کمیسون جوړل کېږي چې کار به یې دغه خبرو مشري کول وي.
د جرگې لخوا وړاندې شوي پریکړه لیک کې ویل شوی چې هغه طالبان چې د سولې هڅو کې برخه واخلي نو د هغوي نوم دی د ملگرو ملتونو د تورلسټ نه دی لری کړې شي.
په پریکړه لیک کې په طالبانو غږ شوې چې القاعده او نورو ترهگرو ډلو سره دې خپلې اړیکې ختمې کړي.
طالبانو ته په دغه جرگه کې د گډون بلنه نه دی ورکړل شوی او طالبانو د جرگې اهمیت رد کړی. طالبان وایی چې موجوده افغان حکومت بې اختياره دى او هغوي به دامن په خبرو اترو کې تر هاغه وخته برخه نۀ اخلي ترڅو چې ټول غيرملکي پوځيان دافغانستان څخه نۀ وي وتلي.
په دغه درې ورځنۍ امن جرگه کې سياست مدارانو،قبائيلي مشرانو او دژوند بيلا بيلو څانگو سره تعلق لرونکي کسان گډون کړی .
په افغانستان کې د امریکا سفارت د جرگې سره مرسته ښودلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG