لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:جنرال پيټرياس وايي طالب مشرانو روغې جوړې ته غاړه ايښودې ده


کابل:جنرال پيټرياس وايي طالب مشرانو روغې جوړې ته غاړه ايښودې ده
کابل:جنرال پيټرياس وايي طالب مشرانو روغې جوړې ته غاړه ايښودې ده

په افغانستان کې دامريکا يي فوځ کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس وئيلي دي دطالبانو يو شمير مشرانو په افغان حکومت کې دشاملو چارواکو سره دروغې جوړې لپاره تماسونه نيولي دي چې ورسره به په افغانستان کې دياغيتوب په ختميدو کې مرسته وشي.
په بګرام هوائي اډه خبريالانو سره خبرو کې جنرال پيټرياس وويل طالبانو سره دجوړجاړي لپاره په افغان حکومت کې شامل لوړپوړي چارواکي دلوړې کچې دخبرو اترو جاج اخلي.
پوځي مشر وويل دصدر حامد کرزي حالت بيخي په ډاګه دى مونږ دهغه د دريځ هم هاغه شان ملاتړ کوؤ لکه په عراق کې چې مو وکړو او برطانيې په شمالي ائرلينډ کې وکړو او ياغيتوب هم په دغه طريقه له مينځه وړل کيدلى شي.
هغه زياته کړه دتندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره بايد يوه بشپړه ستراتيژي موجوده وي چې پکې دترهه ګرۍ دمخنيوي دستراتيژۍ لارې چارې ، افغان ځواکونو ته روزنه ورکول ، دپولو څخه پورې غاړې دتندلارو ځالې په قبضه کې اخستل او خبرې شامل وي.
دصدر حامد کرزي يو وياند وحيد عمر پخلى کړى دى چې طالبانو سره په هره کچه خبرې اترې شوي دي چې پکې ځينې وخت نيغ په نيغه تماسونه نيول شوي او ځينې وخت دنورو خلکو په مينځگړتوب خبرې اترې شوي دي.
هغه وويل کله چې دخبرو اترو لپاره په روانه اوونۍ کې دصدر حامد کرزي لخوا دسولې شورا جوړه کړل شي له هغې وروستو دخبرو اترو دغه هڅې نورې هم پرمخ تللى شي.
دصدر حامد کرزي وياند او جنرال ډيوډ پيټرياس دطالبانو لخوا افغان حکومت سره دخبرو اترو لپاره دهڅو دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې طالبانو دوړاندې څخه دامن خبرې اترې په افغانستان کې دميشتو غيرملکي پوځيانو په وتلو پسې تړلې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG