لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روان پوځي اپرېشن له امله د په ښار کې د ترهگرۍ اندېښنه لري .
قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روان پوځي اپرېشن له امله د په ښار کې د ترهگرۍ اندېښنه لري .

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې دوه کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي .

د کراچۍ ښار د مرکزي بازار صدر کې د يو جومات مخې ته دغه چاؤدنه د جمعې د نمانځه نه وروستو شوې ده ، او د ښار د جنوبي سيمي د پوليس مشر ډي ائي جي منېرشېخ د چاؤدنې په نتيجه کې د دوه کسانو د وژنې پخلی کړی دی .

پېښه کې مړي او ژوبل کسان د ښار جناح روغتون ته وړل شوي ، او د چارواکو په وينا روغتون کې بېړني حالت اعلان شوي دي .

پوليس افسر منېرشېخ مطبوعاتو سره خبرو کې وئيل مونږ ته د پېښې د عيني شاهدينو نه مالومات ترلاسه شوي ، او وئيل کيږي چې په يو موټر سائيکل سور کس راروان ؤ او د جومات مخې ته د بل موټرسائيکل والا سره په ټکر شوی ، او چاؤدنه شوې ده .

د نوموړي په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې په يو موټر سائيکل کې بارودي چاؤدېدونکي مواد ځائي په ځائي کړی شوي ، او د ټکر سره چاؤدلي دي ، خو دا به د تفتيش نه وروستو مالومه شي ، چې د چاؤدنې نوعيت څه ؤ .

د چاؤدنې ځايې پوليس او رينجرز په گېره کې اخستی ، او د بم ډسپوزل سکوارډ چارواکو د موقعې پلټنې پېل کړي دي .

د ډي ائي جي منېرشېخ په وينا صدر کې د شوې چاؤدنې هدف جومات نه ؤ ، کوم بل ځايي ؤ ، خو بارودي مواد په لاره کې چاؤدلي دي .

د ښار د پوليس مشر اډيشنل ائي جي غلام قادر تهېبو وايي ، قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روان پوځي اپرېشن له امله د په ښار کې د ترهگرۍ اندېښنه لري . او د نوموړي په وينا ښار کې د پوځې اپرېشن په غبرگون کې قانون نافذؤنکې ادارې او سرکاري املاک هدف جوړېدی شي .

ياده دې وي د ښار په مرکزي بازار صدر کې دغه بمي چاؤدنه په داسې حال کې شوې ، چې د روژې د مياشتې په سر کې پوليس چارواکو په ښار کې د امنيت خوندي ساتلو په موخه د کلکو تدابيرو پورته کولو وئيلي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG