د پاکستان د سندهـ ايالت په سرښار کراچۍ کې دزيارت په سحر دسمندري ځواکونو په يو بس يو بل بريد ترسره شوى دى چې پکې لږ ترلږه پېنځه کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي دي.
دغه بريد دکارساز په سيمه کې دشاهراه فيصل په غاړه ترسره شوى دى.
دپاکستان دهوائي ځواکونو وياند په بريد کې دڅلورو مامورينو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
وياند وائي بريد کې په نخښه کړل شوي بس کې 11 مامورين سوارۀ وؤ.
دوياند له مخې په پيښه کې وژل شوى پينځم کس په موټر سائيکل سور ؤ چې ددغه بس سره نزدې تيريدلو.
دبمي چاؤدنې له امله دسړک په غاړه موجودو نورو گاډو ته هم زيان رسيدلى دى.
دپوليس چارواکو په وينا بم دسړک په غاړه ښخ کړل شوى ؤ او دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول يا موباييل فون له لارې ترسره شوې ده.
دسندهـ ايالت وزيراعلي دپيښې پځايې کې خبريالانو سره دخبروپه مهال وويل ددغسې پيښو دمخنيوي دپاره به په راتلونکي يو شواروز کې تگلاره تيارولى شي.
وزيراعلي وويل تراوسه په شوؤ پلټنو کې ځينې نخښې نخښانې ترلاسه شوي خو هغه دزيات څه وئيلو څخه ډډه وکړه.
دپاکستان دسمندري ځواکونو په مامورينو کراچۍکې دتيرو دريوؤ ورځو په مهال دغه دريم بريد دى.
له دې وړاندې دنهې په ورځ دڅو دقيقو په فرق سره دډيفنس او بلديه ټاؤن په سيمو کې دپاکستان دسمندري ځواکونو دوه بسونه په نخښه کړل شوي وؤ، چې پکې ديوې ښځينه ډاکټرې په شمول څلور کسان وژل شوي او 56 ژوبل شوي وؤ.
دوه ورځې دمخه دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې دترسره شوؤ دغو بمي چاؤدنو دمسؤليت په اړه متضادې دعوې مخې ته راځي.
ددغه چاؤدنو څخه وروستو طالبانو منلې وه چې بمي چاؤدنې دهغوي له لوري ترسره شوي دي، خو دشورو په ورځ يو غيرقانوني گرځول شوي بلوڅ تنظيم ددغو بريدونو پړه په غاړه اخستې وه.
کراچۍ : د سمندري ځواکونو په بس بريد کې پېنځه کسان وژل شوي دي