د کراچۍ ښار نه بهر په سپرهايي وی غټه لاره باندې پرون د درې وزيرستاني ډرايورانو د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره پېل شوې او د کراچۍ، حېدر اباد ترمنځ غټه لاره يې تړلې وه.
شېر ايوب وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ فعال او د ټرکونود اتحاديې غړی دی وايي دوی ته انتظامي چارواکو باور ورکړی چې ټولې غوښتنې به یې منل شي.
وي او ای ډیوه ته نوموړي ويلي د هغه په مدعيت کې د شورو، چارشنبې د ورځې د وژنو د پېښې مقدمه (اېف ايي ار) درج کړی شوې ده او وروسته دوی احتجاج ختم کړی دی.
خو د مېمن ګوټ د پوليس تاڼې مشر قلندر بخش وايي اېف ايي ار لا نه دی درج کړی شوی مقدمه به د وژل شوؤ کسانو د وارثانو په مدعيت کې درج کولی شي.
هغه وويل احتجاج ختم کړی شوی او غټه لار خلاصه کړی شوې ده.
د پوليس او ډرايورانو په وېنا د شورو په ورځ په کاټور علاقه کې د فرنټيئر ورکس ارګنايزېشن(اېف ډبليو او) او رېنجرز سرتېرو په ډرايورانو ډزې کړي چې پکې د وزیرستان سره تعلق لرونکي درې ډرايوران وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.
اېف ډبليو او د کراچۍ او حېدر اباد ترمنځ په غټه لاره ټول ټېکس يا د سړک ټېکس اخلي او يادې ادارې ويلي په ټرکونو د حساب نه زيات وزن اچول شوی ځکه يې دا ګاډي ودرولي وو او ډرايوران وايي ګاډي يې د درې ورځو راهسې ودرول شوي او پرون پکې د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.
د یادې پېښې وروسته په سیند صوبه کې د واکمنه پيپلزګوند مشر بلاول بټو زرداري په ټويټر ویلي وزيراعلی مرادعلي شاه ته یې لارښوونه کړې چې د پېښې مالومات وکړي او پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راولي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د ډرايورانو د وژنې غندنه کړې ده.
د عوامي نيشنل ګوند سيند څانګې هم د پېښې غندنه کړې او د پلټنوغوښتنه يې کړې ده.