لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې افغان کمپنۍ سره کار ختم کړی

امریکې افغان کمپنۍ سره کار ختم کړی
امریکې افغان کمپنۍ سره کار ختم کړی

امریکې د یوې داسې افغان سکیورټي کمپنۍ سره تعلق ختم کړی دی چې مالکان يي د صدر حامد کرزۍ خپلوان دي. ویل کیږي د گام مقصد یاغیانو ته د مالي مرستې او افغانستان کې د بډو رشوتونو مخنیوی کول دي.

امریکائې پوځ وطن گروپ نومې کمپنۍ ته خپله فیصله کې وئیلې په راتلونکې کې به ورته هیڅ کار نه ورکوي. ددغه کمپنۍ مالکان د حامد کرزۍ خپلوان دي.

د امریکې کانگرس د جون په میاشت کې خپل یو رپورټ کې وئیلې وطن گروپ کمپنۍ د نیټو د رسد لاره خوندې کولو د پاره افغان چاوراکو او طالب مشرانو ته رشوت ورکړی ؤ.

رپورټ کې ویل شوې دغه کمپني د کمانډر روح الله نومې یو تن چلوي چې د ٦٠٠ وسله والو محافظانو مشري کوي او د افغان حکومت چارواکو ته د رشوت ورکولو اعتراف کوي.

رپورټ کې ویل شوې په جنوبي افغانستان کې د نیټو د رسد لارې سره خوا اوشا کلوکې اوسیدونکې روح الله د بوچر یا د قصاب په نام یادوي.

امریکائې پوځ وطن کمپني د خپلې فیصلې نه د دسمبر د میاشت په څلورمه نیټه یو خط کې خبر کړې ده.

ایسوسې ایټډ پریس خبرې ادارې د کمپنۍ چارواکې سائمن هلیئرډ د خلې وئیلې د وطن گروپ د کوم قانون خلاف ورزي نه ده کړې او د امریکائې پوځ فیصلې ته يي سخت پام گرځولی دی.

ویل کیږي افغانستان کې د امریکې لخوا غیر حکومتي کمپنو ته د ټهیکوورکولو نظام کې د بډو رشوتونوشته والې نه حکومتي چارواکو او طالبانو گټې پورته کړې دي نو ځکه په کې د بهترۍ کوششونه روان دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG