لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزۍ: د سکیورټي شخصي کمپنۍ به تړل کیږي

کرزۍ: د سکیورټي شخصي کمپنۍ به تړل کیږي
کرزۍ: د سکیورټي شخصي کمپنۍ به تړل کیږي

د افغانستان صدر یا وولس مشر حامد کرزۍ وئیلې دي چې د حکومت د ژمنې سره سم، غیرحکومتي سکیورټي کمپنۍ به تړلی کیږي.

خو حامد کرزۍ زیاته کړې چې د پرمختگ ځنې لویو منصوبو د پاره په دې لړ کې رعایت ورکړی کیدی شي.

د اگست په میاشت کې حامدکرزۍ امر جاري کړی ؤ چې د سږ کال تر اخره پورې به هیواد کې د سکیورټي شخصي کمپنۍ ختمول کیږي. خو هاغه کمپنو ته اجازت وي چې د عسکري اډو او یا د سفارتخانو د تحفظ ذمه وارۍ ترسره کوي.

د اتوار په ورځ یوې غونډې ته وینا کې، حامد کرزۍ وئیلې چې حکومت د سکیورټي کمپنو تړلو په فيصله ولاړ دی. هغه د پرمختگ په لویو نړې والو منصوبو باندې کارکونکو کمپنو نه غوښتنه ووکړه چې د سکیورټۍ په حقله د خپل ‍ضرورتونو نه دې حکومت خبر کړي.

د خالي په ورځ، د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلنټن حامد کرزۍ سره په ټیلې فون خبرې کړې وې او هغه ته وئیلې ؤ داسې پلان دې جوړ کړی شي چې د سکیورټي کمپنو د ختمولو ورسته د ټهیکدارانو او مرسته کونکو ادارو کار متاثر نشي.

حامد کرزۍ وئیلې شخصي کمپنۍ د افغانستان د پولیسو او پوځ کار متاثره کوي او غواړې چې افغان ځواکونه دې د پرمختگ او د امدادي کارکونکو تحفظ ذمه وارۍ په خپلو لاسو کې واخلي.

هغه وائې ۴٠،٠٠٠ خلک د شخصي سکیورټي کمپنو دپاره کار کوي خو پینټگان یا د امریکې د فاع وزارت دغه شمیره ٢٦،٠٠٠ ښائې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG