لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان طالبانو سره خبرو په مد کې پرمختگ کړی


افغانستان طالب یاغیانو سره د خبرو کولو په مد کې پرمختگ کړی که څه هم په ورستیو ورځو کې تشدد کې یو شمیر نور خارجې عسکر وژلې شوې دي.
او نیټو یاغیانو يي دوه نور عسکر وژلې.
افغان صدر حامد کرزي طالبانو سره د خبرو اترو د پاره د امن کونسل جوړیدل یو مهم گام گرځولی دی. په کونسل کې به پخواني جهادي مشران، با اثر شخصیات او زنانه شاملې وي.
مجوزه کونسل کې د ممکنه غړو نومونه نه دې ښکاره کړی شوې.
افغان مشرانو د جون په میاشت کې طالبانو سره د خبرو د پاره د کونسل جوړولو پلان منظور کړی ؤ چې هاغه طالبان چې وسله غورځولو، تشدد نه لاس اخستلو او ترهگرو سره تعلق ختمولو ته راضي وي هغوې ته به پیسې او روز گار ورکول کیږي.
خو طالبانو تر دا وخت حکومت سره مذاکراتو کې څه دلچسپې نه ده ښودلې.
د عسکرو د وژنې په حقله نیټو ویلې یو عسکر يي د اتوار په ورځ د طالبانو په حمله کې په جنوبي افغانستان کې وژل شوی او بل پوځې يي یوه ورځ وړاندې په بمي چاؤدنه کې وژل شوی دی.
هم د اتوار په ورځ جاپاني میډیا ویلې یو چاپانی ازاد خبریال چې پنځه میاشتې وړاندې په شمالي افغانستان کې اغوا شوی ؤ هغه ازاد کړی شوی دی.
چارواکې وائې ۴١ کلن کوسوکی سونیوکا د خوشې کیدو ورسته کابل کې د چاپان سفارتخانې ته لیږلی شوی دی. سونیوکا کندوز کې د مارچ په میاشت کې بې درکه شوی ؤ. هغه طالب مشرانوسره د مرکې د پاره د کندوز ته تللی ؤ.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG