لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندوستان په جمو او کشمیر کې د ۳۰ نه زیاتو مطبوعاتو حکومتي اشتهارونه بند کړي


خبریالان د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د مطبوعاتو په اړه د نوي تکلارې په ضد احتجاج کوي

د هندوستان د انتظام لاندې کشمېر کې د ۳۰ نه زیاتو مطبوعاتو ته د حکومت اشتهارونه بند کړی شوي دي چې له امله یې وېل کېږي مطبوعاتي ادارې د مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

د وي او ای دانګریزۍ څانګې د پرېس فریډم یا مطبوعاتو د ازادۍ په اړه خبرونه ورکونکي څانګه په خپل رپورټ کې وايي د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د اطلاعاتو او عامو تعلقاتو محکمې دا هفته په کشمیر کې ۱۰ او په جمو کې ۲۴ورځپاڼې (اخبارونه) او مجلې د حکومت د اشتهارونه د فهرست نه لېرې کړل.

د وي او ای رپورټ وايي ځینې مطبوعات په دې سبب د اشتهاراتو د فهرست نه لېرې کړل شوو چې سرکیولېشن یا اشاعت په مېعار نه پوره کېږي خو ځینې نور مطبوعات د مطبوعاتو د پالېسې په خلاف ورزۍ لېرې کړل شوو. دغه پالیسي د می په میاشت کې پرځای کړی شوي ده.

د نوي تګلارې د لاندې د سیمې د اطلاعاتو د څانګې مشر اختیار لري چې په سم لاسي توګه د یوې مطبوعاتي ادارې اشتهارونه وځنډوي که چېرې دا وګڼل شي چې معلومات یې سم نه دي وړاندې کړي، د مېعار پابندي یې نه ده کړې او یا د اشاعت شمېرې یې نه وي پوره.

د کشمیر د خپلواکه حېثیت د ختمېدو له امله د مسلمانانو د دې اکثریتې سیمې د خپل ایین او د قوانینو او تګلارې جوړولو اختیار ختم کړی شوی دی
د کشمیر د خپلواکه حېثیت د ختمېدو له امله د مسلمانانو د دې اکثریتې سیمې د خپل ایین او د قوانینو او تګلارې جوړولو اختیار ختم کړی شوی دی

په تګلاره کې وېل شوي چې د دې پالېسۍ د نافذ کولو مقصد د ولس اعتماد جوړول، د حکومتي ګامونو په اړه پوهه زیاتول، د جعلي خبرونو مخه نیول او د هندوستان د خپلواکۍ او یوالي په ضد د سوشل میډیا د استعمال مقابله کول وو.

د میډیا څېړونکي او تنظیمونه وايي د میډیا پالېسۍ او حکومتي اشتهارونو د بندېدو دوه بنیادي مسلې راپورته کړي دي. یوه دا چې حکومتي اشتهارونه د مطبوعاتي ادارې د امدن لویه زریعه ده چې د بندېدو له امله یې ادارې کارکوونکي د دندې نه لېرې کولی شي. دویمه مسله د اشتهارونو بندېدو له امله مطبوعاتي ادارې د اشاعت شمېرې کمولی شي او یا مجلې تړلی شي. د دې له امله مطبوعات په خپل ځان خپله سنسرشپ هم لګولی شي.

د وي او ای رپورټ وايي د مطبوعاتو اشتهارونه بندېدل په کشمیر کې په مطبوعاتو د هندوستان ریاتېدونکی فشار څرګندوي.

د رپورټ ترمخه په کال ۲۰۱۹ هندوستان د کشمیر خپلواکه حېثیت ختم کړو چې وروسته یې په خبریالانو حملې زیاتې شوي، خبریالان نیول کېږي او فشار پرې زیات شوی دی. د دې ترڅنګ په سیمه کې په تېز رفتار انټرنېټ پابندي ده.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې رېپورټرز وداوټ بارډرز ویلي په کشمیر کې په مطبوعاتو د قدغنونه په نتیجه کې د ورلډ پرېس فریډم انډکس یا د مطبوعاتو د ادازۍ په اړه فهرست کې تېر کال د هندوستان درجه لاندې تللې ده
د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې رېپورټرز وداوټ بارډرز ویلي په کشمیر کې په مطبوعاتو د قدغنونه په نتیجه کې د ورلډ پرېس فریډم انډکس یا د مطبوعاتو د ادازۍ په اړه فهرست کې تېر کال د هندوستان درجه لاندې تللې ده

د کشمیر د خپلواکه حېثیت د ختمېدو له امله د مسلمانانو د دې اکثریتې سیمې د خپل ایین او د قوانینو او تګلارې جوړولو اختیار ختم کړی شوی دی.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې رېپورټرز وداوټ بارډرز ویلي په کشمیر کې په مطبوعاتو د قدغنونه په نتیجه کې د ورلډ پرېس فریډم انډکس یا د مطبوعاتو د ادازۍ په اړه فهرست کې تېر کال د هندوستان درجه لاندې تللې ده او د ۱۸۰ ملکونو په فهرست هندوستان ۱۴۲ درجې ته رسېدلی دی.

د وي او ای رپورټ وايي د هندوستان دریځ دی چې د مطبوعاتو په اړه یې اقدامات د سیمې د ثبات او د غلطو معلوماتو د مخنیوي په خاطر اخیستلې دي.

د وي او ای رپورټ وایي د اطلاعاتو د محکمې مشر د تبصرې دپاره د وي او ای د ايمېلونو ته ځواب نه دی وېلی.

د کشمیر پرېس کلب صدر شجاع الحق وي او ای ته ویلي میډیا پالېسي په جمو او کشمیر کې د صحافت دپاره مسلې راپورته کړي دي. هغه وویل د اشاعت او یا د کومې مجلې نه چاپ کېدلو په مسله د مطبوعاتو خلاف ګام اخیستل کېدلی شي خو مطبوعاتو ته د مواد په سر هم نوټسې یا خبرداري جاري کړی شوي دي.

شاع الحق وویل د مطبوعاتو په اړه تګلاره کې د ممکنه مسلو په اړه یې د شروع راهسې تشویش څرګند کړی دی. هغه وویل که چېرې دا خبره حکومت ته پرېښودل شي چې څه سم او څه غلط او د چاپ کېدو وړ نه دي نو دا د پرس او د رای د ازادۍ د تصور خلاف ورزي ده.

د شېفیلډ یونیورسټۍ د سېنټر فار فریډم اف میډیا رېچېل جولي وايي د حکومتي اشتهارونو بنول او مطبوعاتي ادارو ته نوټسې ورکول هغه ګامونه دي چې حکومتونه یې په هغو ادارو د مالي فشار زیاتوولو دپاره استعمالوي چې په حکومت نیوکې کوي او یا یې حکومت د دوی خبرونه نه خوښېږي.

جولي وویل په داسې حساس وخت کې چې د کرونا وبا په مهال خلک معلوماتو ته اړتیا لري په جمو او کشمیر کې مطبوعاتو ته د حکومت اشتهارونه بندېدل د پرېشانۍ وړ خبره ده. هغې زیاته کړه معلوماتو ته رسايي نه لرل د خلکو ژوندونه د خطر سره مخامخ کولی شي.

د کشمیر ټایمز ورځپاڼې مدیره انورادها بهېسن وايي کله راهسې چې یې په مواصلاتو د بندیز په اړه یې په سپریم کورټ کې مقدمه کړې ده د مالي فشار سره مخامخ شوي ده. هغې وویل د تېر کال د اګست د لسمې نېټې راهسې حکومت د هغې د ادارې اشتهارونه بند کړي دي. هغه وايي د هغې دپاره د ورځپاڼې اشاعت جاري ساتل ګران شوي دي.

په کال ۲۰۱۸ کې د انورادها د مطبوعاتی کمپنۍ یوه مقامي ورځپاڼه د مالي مشکلاتو په سبب وتړل شوه خو انورادها وايي د نوي میډیا پالېسۍ وس مامورین زیات اخیتارات لري چې مطبوعات د حکومت د اشتهارونو د فهرست نه لرې کړي.

د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د هندوستان د انتظام لاندې د کشمېر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړی
د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د هندوستان د انتظام لاندې د کشمېر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړی

هغه وايي د هندي ژبې ورځپاڼې دېنک کشمیر ټایمز ته د "ډې اېمپېنلمنېټ" یا د حکومتي فهرست نه د لېرې کېدو نوټس یا اطلاع ورکړی شوي ده.

دېنک کشمیر ټایمز ته وېل شوي چې ورځپاڼه د اشاعت مېعار نه پوره کوي خو انورادها وايي د دې ضابطو مقصد په بیانه قابو موندل او د خبري ادارو څارنه کول دي.

د کشمیر والا مجلې باني او اېډیټر فهد شاه وي او ای ته وویل چې مطبوعاتو په داسې حال کې ازاد نشي پاتې کېدلی چې حکومت نه اشتهارونه اخلي. هغه وویل حکومت ورځپاڼې د خپل ضرورت مطابق د اشتهارونو په فهرست کې شاملې کړې وې خو چې کله یې د حکومت صرورت نه پوره کولو نو د فهرست یې لېرې کړې.

فهد شاه وايي که څه یې هم اداره د اشتهارونو په مسله د مشکلاتو سره نه ده مخامخ شوي نو په نورو شکلونو کې یې مسلې لېدلي دي.

د ډسمبر په ۳۱ نېټه د مجلې ټوېټر اکاونټ پس له هغې وځنډول شو چې د مجلې یو مضمون پکې بیا شریک کړی شوی و. په مضمون کې وېل شوي وو چې هندي امنیتي ځواکونو د یو جلوس د ګډون والو په ضد د ضرورت نه زیات طاقت استعمال کړی و.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کار کوونکې ادارې رېپورټرز وداوټ بارډرز د اېشیا پېسېفېک څانګې مشر ډېنییل باسټرډ وايي مطبوعاتو ته د حکومت د اشتهارونو بندېدل په خصوصي توګه د کشمیر مسله ده. هغه وویل په کال ۲۰۱۹ کې د ګرېټر کشمیر او د کشمیر ریډر نومې مجلو اشتهارونه په بې دریغه ډول وتړل شوو.

هغه وویل د اشتهارونو د لارې په مطبوعاتو فشار اچول ډیره زړه طریقه ده چې په زریعه یې په هغو مطبوعاتو فشار اچولی شي چې د حکومت په کرښه قدم نږدي، د دې دلارې په مطبوعاتو اقتصادي فشار اچولی شي خو دا د مطبوعاتو د ازادۍ لویه خلاف ورزي هم ده.

د کمېټي ټو پروټېکټ نومې د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې د ایشیا چارو څیړونکي عالیه افتخار وي او ای ته وویل په غېر واضح وجوهاتو د مطبوعاتو حکومتي اشتهارونه بندېدل د خبردارۍ خبره ده. هغې وویل حکومت د مطبوعاتو په اړه په نوي تګلاره کې نه خو د مدني ټولنې او نه هم د مېډیا نظر اخیستلی دی. هغې زیاته کړه داسې ډول ګامونه په سیمه کې د مطبوعاتو د ازادۍ او خپلواکۍ دپاره ساهه تنګوي.

یادونه: دا خبر د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د وي او ای نګریزۍ څانګې دپاره بلال حسېن تیار کړی دی

XS
SM
MD
LG