د امريکې صدر براک اوباما دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دوژنې لپاره ترسره شوؤ عملياتو کې برخه لرونکو عسکرو سره په بنده کمره کې ليدنه کړې ده.
صدر اوباما دجمعې په ورځ دهاغو عسکرو مننه ادا کړه چې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد عملياتو کې يې برخه اخستې وه.
دکينټکي په فورټ کيمبل کې صدر اوباما او مرستيال صدر جوبائيډن پاکستان کې په ترسره شوؤ دغو کاميابو عملياتو ځانگړو ځواکونو ته مبارکي وړاندې کړه.
هغوي په دغو عملياتو کې شاملو دنيوي سيل کمانډوزاو دپوځي هيلي کاپټرو پائلټانو سره په ځانگړې ليدنه کې هغوي ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې.
له دې وروستو دامريکائي فورټ کيمبل په يوه برخه کې ټولو شوؤ سلگونو پوځيانو ته په وينا کې صدر اوباما وويل زۀ دلته ديو مقصد لپاره راغلى يم او هاغه مقصد دامريکائي اولس له لوري ستاسو مننه ادا کول، دا زمونږ دقام دژوند يوه تاريخي اوونۍ ده.
صدر براک اوباما دهاغو ټولو کسانو مننه ادا کړه چې داسامه په وژلو کې يې کردار ادا کړى .
امريکائي صدر وويل کوم ترهه گر چې په نائن اليون په امريکا بريد کړى ؤ هغه به اوس کله هم امريکا ته دړکه ونۀ کړل شي.
نوموړي دبن لادن دوژنې عمليات دامريکا دتاريخ تر ټولو بريالي پوځي او استخباراتي عمليات وگرځول خو زياته يې کړه دالقاعده او ترهه گرو په ضد به جگړه روانه وي.
اوبام اد اېبټ اباد عملياتو کې برخه اخستونکو عسکرو سره لېدلي دي
