لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پاکستان او چین اقتصادي تعلقات د ښه کېدو په لاره کې د پاکستان ناقصه پالیسې خنډ دی


د چین صدر شي جېن پېنګ او وزیراعظم شهبازشریف
د چین صدر شي جېن پېنګ او وزیراعظم شهبازشریف

پاکستاني چارواکو چین ته د وزیراعظم شهبازشریف وروستۍ دوره کامیابه بللې خو څېړونکي وايي د دواړو خواو د روایتي ګرمجوشۍ د اظهار باوجود د اقتصاد په برخه کې د بیجېنګ او اسلام همکاري د زیاتېدو په لاره کې خنډان موجود دي او لوی سبب يې د پاکستان ناقصه تګلارې دي.

شهبازشریف تېره هفته د چین دوره کړې ده، په داسې حال کې چې پاکستان د امنیت په اړه د تشویش په مهال د هېواد اقتصاد ښه کولو دپاره د سرمایه کارۍ ته اړتیا لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د ګل، دوشنبې، په ورځ، د یوې خبرې غونډې په مهال چین ته د شهبازشریف دوره انتهايي کامیابه او تاریخي وبلله. چین د تاریخي دورې میوې به د پاکستان ولس ته ورسېږي.

د چین پرمېیر لي کېیانګ شهبازشریف ته د چین د دورې بلنه ورکړې وه او هم د لي سره شهبازشریف د خپل پلاوي ترڅنګ په بيجېنګ کې مذاکرات وکړل. تجارتي تعلقاتو تو ته د وده ورکولو ا د زراعت، ټېکنالوجۍ او د

تجارت په مدونو کې د چین د ترقۍ جاج اخیستلو دپاره شهبازشریف د شېنزېن او د زیان دورې هم وکړې.
د چین او پاکستان اقتصادي راهداري

د شهبازشریف د چین د دورې په مهال دواړه ملکونه متفق شول چې چاینا پاکستان اکنامېک کورېډور، سي پېک، منصوبې ته ترقي ورکولو دپاره به د تعیمراتو، کانونو، لټون او صنعت په برخه کې همکاري به زیاتوي.

د چین د دورې په مهال شهبازشریف د پاکستاني پوځ د مشر جنرل عاصم منیر ترڅنګ د چين صدر شي جېن پېنګ سره د دریو ګنټو نه د زیات وخت ملاقات وکړو
د چین د دورې په مهال شهبازشریف د پاکستاني پوځ د مشر جنرل عاصم منیر ترڅنګ د چين صدر شي جېن پېنګ سره د دریو ګنټو نه د زیات وخت ملاقات وکړو

ځینې ناقدین وايي سي پېک ته د ترقي ورکولو په مهال پاکستان د توانای او د بنیادي اډاڼې د دې منصوبې د وړمبو لسو کلونو ځینې سخت حقیقتونه نظر انداز کوي.

اقتصاد پوه علي حسنېن وايي د پاکستان بنیادي غلطي دا وه چې د سي پېک دلاندې يې په ګڼ شمېر منصوبو دستخط وکړو چې له امله يې د زرمبادله ذمه وارۍ زیاتې شوې او دا ګام د ملک د صنعتي پالیسو سره په ټکر کې و.

حسنېن چې لاهور یونېورسټي اف مېنېجېمنټ ساینسېز کې اېسوسي اېټ پروفېسر دی وویل د سي پېک دلاندې د پاکستان د مالي ذمه واریو ساهه تنګه شوې ده.

د سي پېک دلاندې بجلي ګرونو د جوړېدو له امله پاکستان اووه اشاریه پينځه بېلین ډالر مقروض شوی دی او د نا ادا شویو بلونو په سبب پاکستان د چین بجلي جوړونکو کمپنو دوه بېلین قرضدار دی.

ایا چین د پاکستان د قرض د بحران ذمه وار دی

پاکستان نه دی کامیاب شوی چې د سي پېک دلاندې جوړ شویو نویو سړکونو او د زیاتې توانای پېدا کولو په زریعه خپل برامدات زیات کړي نو ځکه اوس د قرض په بحران کې ښکیل دی او د زړو قرضونو ادا کولو دپاره نوي قرضونه غواړي.

ډېر پاکستان اقتصاد پوهان اسلام اباد د دې مسلې ذمه وار بلي

حسنېن وویل د وزیراعظم شهباز شریف حکومت غواړي چې د سي پېک دلاندې د ملک د رېل نظام بهتر کړي خو د دې په نتیجه کې به د ملک د قرض بار زیات شي. د رېل په لویه کرښه چې اېم اېل ون یا مېن لاین ون یادېږي په دې د خرچ اندازه شپږ اشاریه اته بېلین ده خو تر اوسه يې د چین سرمایه کاري نه ده جلب کړي.

حسنېن وي او ای ته وویل که اېم اېل ون بالاخېر بهتر هم کړی شي خو دا په د پاکستان معاشي بار نور دروند کړي او په دې اړه به ډېر فکر نه شي کولی چې د دې منصوبې په نتیجه کې به پاکستان خپلې ذمه وارۍ څنګه پوره کوي.

اقتصادي همکاري

چین ته د شهبازشریف د دورې په اخېره کې د شایع شوي مشترکه ترمخه چین او پاکستان د زراعت، بنیادي اډاڼې، صنعت، د حکومتونو ترمنځ د ترقۍ د مرستو، د فلم او د ميډیا ترڅنګ په یو شمېر مدونو کې ۲۳ د مفاهمت یاداشتونه لاس لیک کړل.

په کراچۍ کې مېشته د تجارتي چارو ماهر عمار حبیب خان چینايي کمپنۍ په پاکستان کې په سرمایه کارۍ کې ځکه دلچسپي لري چې پاکستان د چین سټرېټيجېک همکار ملک دی.

خان وویل د اقتصاد اثرات په مستقبل کې تر ۵۰ کاله پورې وروسته لیدل کېږې او په دې تناظر کې دا خبره عقل مني چې چين به په پاکستان کې په سرمایه کارۍ کې دلچسپي لري. هغه وویل سي پېک په دې لحاظ کامیابه منصوبه ده چې په بنیادي اډاڼه کې يې ترقي راوستې ده.

د خېبرپښتونخوا د اېبت اباد ښار سره نږدې د سي پېک منصوبې دلارې جوړ شوي د یو سړک تصویر
د خېبرپښتونخوا د اېبت اباد ښار سره نږدې د سي پېک منصوبې دلارې جوړ شوي د یو سړک تصویر

چین ته د شهباز شریف په دوره کې د هغه سره د ۱۰۰ نه زیات کاروباري مشران تللي وو او د چینايي کاروباریانو سره يې غونډه هم وکړه.

خان وویل د چین هغه صنعتونه چې زیاتې توانای ته ضرورت لري پاکستان ته منتقل کېدلی شي چې په پاکستان کې اضافي توانای استعمال کړي. هغه زیاته کړه چې سي پېک ټو به هغه بنیاد اډاڼه استعمالوي چې دا وخت په پاکستان کې موجود ده.

خان دا خبره ومنله چې په سي پېک د توجو زیاتولو دپاره به پاکستان ته خپل مالي معاملات د سمولو ضرورت وي.

د چین او پاکستان په مشترکه بیان کې وېل شوي بېجینګ به چینايي کمپنو ته حوصله ورکوي چې د مارکېټ او د تجارتي ضرورتونو په بنیاد په پاکستان کې سرمایه کاري وکړي. خو د دې خبرې دا معنا هم ده چې بيجېنګ به په چینايي کمپنو ټینګار نه کوي چې غېر ضروري خطر واخلی او یا پاکستاني کمپنو ته مراعات ورکړي.

په قرضو کې رعایت

د پاکستان د قریباً ۳۷۵ بېلین ډالرو مالیت په اقتصاد د ۲۹۰ بېلین ډالرو بار پروت دی. د اقتصادي شمار شمېرو وېب پاڼې سي ايي ايي سي ترمخه، د پاکستان د غېر ملکي قرضونو مالیت ۱۳۰ بېلین ډالر دی.

چینايي چارواکي وايي د پاکستان د غېرملکي قرضونو ۱۳ فیصدر قرضونه د چین دي خو نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانيټري فنډ په کال ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې د چین د قرضونو شرح ۳۰ فیصد ښودلې وه.

ماهرین فکر کوي چې چین ته به ضرورت پېښېږي چې پاکستان ته د ورکړی شویو قرضونو د بېرته ادا کولو نېټه وغځوي. چین ته د شهبازشریف د دورې په مهال په دې اړه څه نه دي وېل شوي.

حسنېن وویل د قرضونو د بېرته ادا کولو په لړ کې پاکستان د چین سره ملاقاتونو کې توقعات ډېر کوم وو چې چین به پاکستان ته څه قسمه رعایتونه ورکړي او که څه رعایت ور هم کړي نو دا به ډېر کم وي.

خان وویل که چین پاکستان ته د قرض به بېرته ادا کولو کې څه رعایت ورکوي هم نو دا کار به په خاموشۍ کې کوي. هغه زیاته کړه چې چین په موجوده وخت کې قریباً ۵۰ ملکونو سره تعلقات لري او ټول د قرض په بېرته ادا کولو کې رعایت ته ضرورت لري نو که چین پاکستان سره څه مرسته کوي نو د نورو ملکونو دپاره به یوه لاره خلاصه شي.

امنیت

د چین د دورې په مهال شهبازشریف د پاکستاني پوځ د مشر جنرل عاصم منیر ترڅنګ د چين صدر شي جېن پېنګ سره د دریو ګنټو نه د زیات وخت ملاقات وکړو.

د مارچ په ۲۶ نېټه په خانمرګي حمله کې په هدف شویو چینایانو د داسو ډیم په منصوبه کار کولو
د مارچ په ۲۶ نېټه په خانمرګي حمله کې په هدف شویو چینایانو د داسو ډیم په منصوبه کار کولو

په پاکستان کې د چینايي شهریانو تحفظ د بيجېنګ لوی تشویش دی. د مارچ په میاشت کې پینځه چینایان د خېبرپښتونخوا به داسو سیمه کې په ځانمرګي حمله کې ووژل شوو. په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې په مختلفو حملو کې د ۱۲ نه زیات چینایان وژل شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د ګل، دوشنبې، په ورځ خبري غونډې ته وویل دا حقیقت چې د پوځ مشر شهبازشریف سره د چين په دوره تللی و دا خبره څرګندوي چې پاکستان د امنیت مسله سنجیده اخلي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د خپل وس هر ممکن ګام اخیستی دی چې د سېکیورټي اړه چین مطمین کړي.

په بيجېنګ کې د پاکستان پخوانۍ سفيرې نغمانه هاشمي وي او ای ته وویل د سېکیورټي په معامله بيجېنګ د اسلام اباد سره په سخته لهجه کې ځکه هم خبرې کوي چې د چینايي ولس د منفي ردعمل مخه ونېسي.

هاشمي وويل د چین خلک او خبریالان پوښتنې کوي چې چینایان هرځای ته ورځي خو بل ځای نه یوازې په پاکستان کې وژل کېږي.

په مشترکه بیان کې د مارچ په ۲۶ نېټه په چینایانو د ځانمرګي حملې په اړه د پاکستان د تحقیقاتو ستاینه وکړه.
پاکستان ویلي په افغانستان کې مېشته وسله وال په چینايي انجېیرانو حمله کې ککړ دي. په مشترکه بیان کې چین او پاکستان په افغانستان غږ وکړو چې د ترهګرۍ او د افغانستان خاوره د ترهګرۍ دپاره د استعمال خلاف دې کلک ګامونه واخلي.

د افغانستان واکمن طالبان د پاکستان دا خبره ردوي چې په افغانستان کې مېشته وسله وال په پاکستان کې په چینایانو په حمله کې ککړ وو. طالبانو ویلي پاکستان د طالبانو او د چین ترمنځ د بداعتمادۍ د پېدا کولو کوښښ کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG