د پاکستان دبلوچستان ايالت په خضدار سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې نښته کې يو عسکر او درې جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دجمعې په ورځ يوشمير وسله والو جنگيالو په خضدار سيمه کې دمليشه ځواکونو په گزمه بريد وکړو چې پکې يو عسکر ووژل شو او 5 نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي له دې وروستو دامنيتي ځواکونو لخوا ددغو تندلارو په ضدترسره شوؤ ځوابي عملياتو کې هم درې بريدکوونکي وژل شوي دي.
بلوچستان کې قوم پرست بلوڅ جنگيالي دحکومتي ځواکونو په ضد خپلو ترهه گريزو فعاليتونو ته دوام ورکوي اووخت ناوخته په امنيتي ځواکونو بريدونه ترسره کوي چې پکې تر دې مهاله په لسگونو عسکروژل شوي دي.
دغه قوم پرست جنگيالي دخپلې صوبې په قدرتي وسيلو دلويې برخې ترڅنگ په مقامي حکومت کې خپل غږ غواړي چې تر دې مهاله ورته يو حکومت هم دغه اجازه نۀ ده ورکړې.
دقانون نافذ کوونکوادارو لخوا په جرمونو کې دککړوکسانودنيولودادعاوؤ ترڅنگ دتيرو څو مياشتوراهسې دبلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې دهدفي وژنو، تاوان لپاره د خلکو تښتولو اوگاډو دغلا کولو ترڅنگ نورو جرمونوکې تر زياته حده اضافه راغلې ده.
دپاکستان پوځ په بلوچستان کې دوضعيت قابوکولو لپاره تر دې مهاله 7 کارروايۍ ترسره کړي دي.
دپاکستان دپخواني صدر پرويزمشرف دواکمنۍ په دور کې پوځ په بلوچستان کې دقوم پرستو مشرانو په ضدتر اوؤ کلونو پورې عمليات ترسره کړي خو په کال 2008م کې داولسي حکومت رامينځته کيدووروستو دغه ذمه واري مليشه ځواکونو ته وسپارل شوه.
خضدار: نښته کې يو عسکر او درې جنگيالي وژل شوي دي
1