لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا صوفي محمد خوشي کول به د تحریک انصاف د حکومت سیاسي چال خو نه وي؟


CM Khyber Pakhtunkhwa Pervez Khattak
CM Khyber Pakhtunkhwa Pervez Khattak

د پاکستان یو عدالت د غیر قانونه گرځولې شوې ډلې تحريک نفاذ شریعت محمدي مشر صوفي محمد په ضمانت د خوشې کولو امر کړی دی. دا امر په یو داسې وخت کې شوی دی چې د عامو انتخاباتو وړاندې تندروه ډلې فعاله دي او څیړونکي او د سوات اوسیدونکي فکر کوي چې صوفي محمد خوشي کیدل څه معنا لري؟

د ملاکنډ ډویژن او په خاصا توگه د سوات اولس خوشاله نه ښکاري.

د سوات اوسیدونکي چې په ذهنونو کې یې د ترهگرۍ د پېښو یادونه لا تازه دي، پوښتنې کوي چې صوفي محمد د چا په وېنا او ولې خوشې کړل کېږي؟

ایا د صوفي د خوشې کولو سیاسي مقاصد خو به نه وي؟ دغه کار په صوبه کښې د واکمن گوند تحریک انصاف په ملاکنډ ډويژن کښې د راتلونکو عامو ټاکنو د تیاریو د پلان برخه به خو نه وي؟

او که چرته د امریکا او د پاکستان د اړیکو تاوجن کېدو سره په پښتنه خاوره د څه نوې لوبې اشارې او پکښې د صوفي محمد د پلویانو د مرستو حاصلولو مقصدونه خو به پکښې نه وي پټ؟ او داسې نورې یوشمېر پوښتنې کوي.

پرویز خټک په پېښور کې د مذهبي ډلو مشرانو سره په سټج دی
پرویز خټک په پېښور کې د مذهبي ډلو مشرانو سره په سټج دی

د وي او ای ډیوه سره په خپل غبرگون کښې د سوات د تاجرانو یو مشر الحاج زاهد خان چې د ډېر نزدې نه په سیمه کښې د حالاتو په لوړو جورو نظر ساتي وايي "ماته خو دا وخت صوفي محمد او دده غېرقانونه ډله ډېره کمزورې ښکاري." خو زیاتوي د حکومت او د ریاست د لوبو څه باور؟ چې اوغواړي کمزورې طاقتور او طاقتور کمزوری کړي. دغه کار د پخوا راهسې کوي او دا اوس یی هم روان کړې دې.

زاهد خان وايي مولانا صوفي محمد چې کومو عدالتونو ته غېرشرعي او کفري عدالتونه ویلي وو هم هغه عدالت یې د خوشې کولو امر کوي.

زاهد خان د صوبې د حکومت اقدام ته د شک په نظر گوري او دعوه کوي چې د پښتونخوا حکومت د صوفي محمد په ضد هغه ټولې مقدمې بېرته اخستي دي چې هم د حکومت په امر پرې په بیلابیلو پولیس تانړو کښې ور پورې کړې شوې وې. "څنگه د ملک او ائین په غدارۍ تورن تن خوشې کول کېږي؟"

ډیوه ته د سوات ځینې عامو خلکو وویل د سوات د ټول اړي گړي ذمه وار صوفي محمد و. د سیمې اوسیدونکی امجد علي وايي اولس ترې ډېر خفه دی. "ده خو به هره ورځ پارلیمان اوعدالتونه کفري بلل. اوس خو به خلک عدالتونو نه ډډه کوي چې انصاف نه ورکوي."

وقارعلي نومې یو بل تن بیا ډیوه ته وايي "اوس څه وېلي شو چې دا څنگه اوشول؟ کېدیشي ضعیف شوي وي نوځکه ؟ مونږه داسې اورېدلي دي چې ناروغه دې که د بنده ازاد شي هم نو بیا هغه څه اونکړي شي."

تحریک انصاف او د صوفي محمد خوشې کولو سیاسي اړخ

د صوبې حکومت کښې جماعت اسلامي گوند هم شامل دې خو د راتلونکو ټاکنو لپاره یی انتخابي اتحاد د مولانا فضل الرحمان د ډلې جمعیت علما اسلام سره کړی دی. د جماعت اسلامي نن سبا د خپل واکمن گوند تحریک انصاف سره اړیکې سمې نه دي. دغه مذهبي ډله په بره او کوز دیر کښې صوفي محمد د پخوا راهسې په سیاسي مېدان کښې د ځان لپاره خطره گڼي. خو دا چې د مولانا صوفي محمد پلویان اوس دغلته د پخوا په شان اثر لري ؟ راتلونکې وخت به یی ځواب اوکړي.

پېښور کښې سیاسي پوهان په دې نظر دي چې د صوبې اعلا وزیر پرویزخټک په راتلونکو ټاکنو کښې د تحریک انصاف د ووټ ساتلو او زیاتو څوکو گټلو لپاره د مولانا فضل الرحمان او عوامي نېشنل گوند مخه نیولو لپاره د مذهبي کارډ په لوبولو په درز سره کار روان کړې دې.

سیاسي پوهان وايي د مولان صوفي محمد په خلاف په مقدماتو دلچسپي نه اخیستل، د مولانا سمیع الحق حقانیه مدرسې له د ٣٠٠ مېلینه روپو امداد ورکول، په صوبه کښې نزدې د ١٠٠٠ جوماتونو امامانو له د میاشتې ١٠٠٠٠ روپی عارضي تنخوا گانې مقررول او د دفاع پاکستان کونسل په نوم د تندلارو مذهبي ډلو اتحاد د مشرانو سره په جلسه کښې په یو سټېج کښېناستل دغه گمان نور هم مظبوطوي چې راتلونکو عامو ټاکنو کښې تحریک انصاف به مذهبي کارډ ښه استعمال کړي.

د پښتونخوا اعلا وزیر پرویزخټک پلرنۍ ضلع نوښار کې د قامي اسمبلۍ دوه حلقې دي. پرویزخټک د قامي اسمبلۍ پنځمه حلقه کې اوسیږي خو د راتلونکو عامو انتخاباتو د پلان په اړه یې د پاکستان د پوځ یو پخوانې برېگېډئیر اسد منېر د ډیوه په پروگرام واشنگټن ټو خېبر کښې ښکاره کړه چې پرویز خټک به د شپږمې حلقې نه الیکشن کوي. په دغه سیټ سمیع الحق او د هغه کورنی همېش الیکشن کړی دی.

اسد منیر وايي چې پرویز خټک او د مولانا سمیع الحق خپلو کې دا لوظ کړی دی چې د سمیع الحق ځوی حامدالحق به دا ځل د صوبايي اسمبلۍ الیکشن کوي.

مولانا صوفي محمد چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله خسر دی، په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان د ریاست په خلاف په تقریرونوکولو، د ترهگرۍ او خلک تشدد د راپارولو په تورونو نیول شوې وو او هم د هغه وخت راهسې په زندان کې بندي و. د پاکستان حکومت د صوفي محمد په تنظیم په کال ٢٠٠٢ کښې بندېز ولگوو. خو اوس یی په د خوشې کېدو په امر ریاست غلې پاتې شوې دې.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG