لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باچاخان پوهنتون جینکو زدکوونکو ته ویلي تورې برقعې او عبایي دې اغوندي


باچاخان یونېورسټۍ د جامو (کالیو) په اړه قاعده يا ډرېس کوډ کې د جينکو زده کوونکيو لپاره توره برقع يا عبايه، قميص پرتوګ او کارډ اغوستل لازمي ټاکل شوي د جينز پېنټس په اغوستلو او په مېک اپ یا سينګار بندېز لګول شوی دی
باچاخان یونېورسټۍ د جامو (کالیو) په اړه قاعده يا ډرېس کوډ کې د جينکو زده کوونکيو لپاره توره برقع يا عبايه، قميص پرتوګ او کارډ اغوستل لازمي ټاکل شوي د جينز پېنټس په اغوستلو او په مېک اپ یا سينګار بندېز لګول شوی دی

د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې باچاخان پوهنتون د جنورۍ په ۲۵ نېټه د زده کوونکو او عملې لپاره د جامو (کالیو) یوه قاعده يا ډرېس کوډ جاري کړی چې پکې د جينکو زده کوونکيو لپاره توره برقع يا عبايه، قميص پرتوګ او کارډ اغوستل لازمي ټاکل شوي د جينز پېنټس په اغوستلو او په مېک اپ یا سينګار بندېز لګول شوی دی.

پوهنتون د جامو په اړه په خپله هدایتنامه کې هلکانو ته د قميص پرتوګ، کوټ، پېنټ او واسکټ د اغوستلو وېل شوي دي.
د دې مياشتې په ۲۶مه نېټه د هزاره پوهنتون له خوا هم د جامو دغه ډول قاعده جاري کړی شوې وه چې په ټولنيزو رسنيو کې پرې نيوکې شوې وې۔

د هزاره یونېورسټې د دغه ګام په حواله وېل شوي وو چې د ګورنر خېبرپښتونخوا په امر اخیستل شوی خو د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند کامران بنګش دغه خبرونه رد کړي وو۔

د باچا خان پوھنتون چارسدې د جامو په اعلاميه د مدني ټولنې فعالان او پوهاند نيوکې کوي چې د دې عمل سره به ټولنه تندلاريتوب اړخ ته لاړه شي او بايد په پوهنتون کې د جامون پرځای تعلیم او ساينسي اسانتياو ته پام وشي۔

د مدني ټولنې فعال او خبريال شاه رضا شاه وي او ای ډيوه ته وويل د پوهنتون زده کوونکي په داسې عمر کې وي چې په خپل ښه او بد پوهېږي او په هغوي د جامو اغوستلو داسې بندېزونه داسې دي لکه چې وړاندې په ګاونډي هېواد افغانستان کې د تندلارو له خوا لګول شوي وو۔

هغه وویل د کردار سازۍ په ځاي په زده کوونکو داسې بندېزونه لګول دا معنا لري چې په ټولنه کې د اولس ازادي محدودول کېږي چې د بشري حقونو نه سرغړونه ده۔

نوموړی وايي دا رنګ ګامونه د امريت په دور کې هم پورته شوي وو چې اغېز يې لا هم په ټولنه کې موجود دی او په شعوري ډول دا هڅه کېږي چې ټولنه تندلاريتوب اړخ ته بوځي۔

د باچاخان پوهنتون پخوانی وايس چانسلر پروفېسر ډاکټر فضل رحيم مروت وايي په هره تعليمي اداره کې د جامو قاعده يا يونيفارم وي لکه څنګه چې په کالجونو کې سپينې جامې اغوستل کېږي او د يخنۍ په موسم کې بيا توره شېرواني اغوستل کېږي۔ دا نيوکې په جامو نه دي بلکې په دې روانې دي چې جينکو ته د يو مخصوص قسم برقعو د اغوستلو ويل شوي دي۔

نوموړی وايي په پوهنتون کې بايد د جامو په ځای په زده کړو، اسانتياو او اقتصادي ستونزو ته که پام وشي نو دا به زياتې ګټې ترلاسه کړي۔

کله چې وي او ای ډیوه د باچاخان یونېورسټۍ ترجمان عبدالحیکم سره د جامو په اړه په هدایتنامه د پوهنتون دریځ د معلومولو دپاره رابطه وکړه نو هغه د څه وېلو نه ډډه وکړه او یو بیان یې وي او ای ډیوه ته راولېږلو.

د باچاخان پوهنتون له خوا جاري شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي قران مجيد د ترجمې او تفسير سره د ښودلو انتظام به هم کولی شي او د نصاب برخه جوړولو لپاره به د پوهنتون د کمېټۍ يا سېنډيکېټ له خوا په باقاعده توګه منظورېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG