لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د اوړو د 20 کلو کڅوړو په قیمت کې تر 400 روپو پورې اضافه شوي، دوکانداران وايي


د خېبر پښتونخوا د خوراک محکمې د شمېرو ترمخه په صوبه کې سالانه د غنمو ضرورت 46 لاکه ټنه دې خو د صوبې خپل پېداوار خواوشا 11 لاکه ټنه دی او باقي پاتې غنمو يا اوړو انحصار په صوبه پنجاب دی
د خېبر پښتونخوا د خوراک محکمې د شمېرو ترمخه په صوبه کې سالانه د غنمو ضرورت 46 لاکه ټنه دې خو د صوبې خپل پېداوار خواوشا 11 لاکه ټنه دی او باقي پاتې غنمو يا اوړو انحصار په صوبه پنجاب دی

په خېبر پښتو نخوا کې د وړوکاروبار کوونکي او ځايي خلک وايي چې تېرو څلورو مياشتو کې د غنمو د وړو د 20 کلو تېلۍ (کڅوړې) په قيمت کې خواو شا 400 روپو پورې زياتوالی راغلی دی، دوکانداران وايي چې د زياتی بيې له امله د خلکو د اخېستو طاقت کم شوی او د دوی کاروبار يې هم اغېزمن کړی۔

بلخوا د وړو د ملونو ملکان وايي چې صوبايي حکومت دوی ته روزانه دومره د غنمو کوټه ورکوي کومه چې يوازې د 20 فيصده ابادۍ ضروررت پوره کولی شي۔

په صوبه کې د واکمن پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ يو غړی وايي چې صوبايي حکومت د غنمو ضرورت پوره کولو د پاره باهر نه غنم برآمد کولو ترڅنګ د يونين کونسلو په سطح داسی ځايونه هم ټاکلي دي چرته نه چې عام اولس په کم قيمت وړه ترلاسه کولی شي۔

د پېښور رام پوره بازار د وړو د سوده ګرو د اتحاديي پخواني مشر محمد عرفان پراچه وي او ای ډيوه ته وويل چې په صوبه کې د خپلو غمنو د کمي له کبله د وړو په قيمتونو کې زياتوالی راغلی، نوموړې زياتوي دې سره نه يوازې د خلکو د وړو اخېستو توان کم شوی بلکه کاروبار هم اغېزمن شوی دی۔

" شورو کې د دی 900، بيا 1050، بيا 1200 او اوس 1350 ته د 20 کلو وړو قيمت رسېدلی دی او 450 روپو پوری 20 کلو تېلۍ ګرانه شوی ده دی تېرو دريو څلور مياشتو کې"

د خېبر پښتونخوا د وړو د ملونو د اتحاديي مشر محمد اقبال وي او ای ډيوه ته وويل صوبايي حکومت ملونو ته روزانه حساب سره درې زره مټرک ټن د غنموکوټه ورکوي ولی دوي 12 مټرک ټنه ته اړتيا لري، دې وايي ملونه خپل ضرورت پوره کولو د پاره د پنجاب نه غنم په ګرانه بيا اخلي ځکه د وړو قيمت زيات شوی۔

" 30 زره بورۍ دوي روزانه مونږه ته دوي راکوي او دا پکار دي يو لک 20 زره بورۍ، روزانه چې کومې 90 زره بورۍ روزانه کمې رازي ملونو ته هغه رازي د پنجاب نه او چې کوم غنم مونږه هلته واخلو نو هغې کې 20 کلو تېلۍ مونږه ته لګ تر لګه په 1220 روپو باندې پريوزي او داسې چې بيا مل کې وړه کېږي نو 100 روپې خرچه پری هغه شوه نو په 1320 روپې مونږه ته يو تېلۍ پريوزي د وړو"

د غمنو کاروبار کوونکې او د هېواد په کچه د وړو د ملونو د اتحادي غړی ضمير احمد بنګش وايي چې وفاقي حکومت د غنمو په برامد کولو د ټېکس حتمولو اعلان په داسې حال کې وکړو چې په عالمي منډۍ کې د غنمو قيمونه سوا شوې و نو ځکمه اوس سودا ګر په ګرانه بيا غنم خرڅوي۔

" ګاونډي هېوادونه لکه افغانستان دوي هم د يوکرائن او نور روسي ملکونو نه غنم اخلي نو دی د وجی نه هلته هم رېټ سوا شو د غنمو نو دا دوي ته پکار وو چې دا ټېکس دوي مخکی فري کړی وی ځکه چې اصل خبره خو د ټيکس وه نو هغه ټيکس چې کله دوي ختم کو نو سرمايه دارو غنم برامد کړل"

د خوراک محکمې د پاره د خېبر پښتونخوا د وزير اعلي خصوصي مرستيال خليق الرحمان سره مو په دې اړه د خبرو کولو کوشش وکړو خو بريالي نه شوو.

د پاکستان تحريک انصاف ډلې د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل الهي وي او ای ډيوه ته وويل چې صوبايي حکومت د غمنو د کمي پوره کولو د پاره باهر نه غنم برامد کوي او دغې سره به په صوبه کې د غنمو ضرورت پوره شي۔ " زمونږه چې فصولونه شوی وو هغه د بارانونو له وجې کمزوري شوي وو، بيا دا فېصله وشوه چې اوس به د باهر نه غنم برامد کوو دوېمه خبره دا چې مونږه په هر يو يونين کونسل کې يو يو سرکاري ډپو جوړ کړو او هلته به عوام ته په 860 روپې د ۲۰ کلو يو تېلۍ مېلاوېږي"

د خېبر پښتونخوا د خوراک محکمې د شمېرو ترمخه په صوبه کې سالانه د غنمو ضرورت 46 لاکه ټنه دې خو د صوبې خپل پېداوار خواوشا 11 لاکه ټنه دی او باقي پاتې غنمو يا اوړو انحصار په صوبه پنجاب دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG