لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو ممبران: په صوبه کې د ورګډېدو درې کاله وشو، وعدې ورسره پوره نه شوې


په خېبرپښتونخوا کې د ورګډو شوو قبایلي ضلعو د مخالفه ګوند ممبران وايي درې کاله وشو چې قبايلي ضلعې په صوبه کې ګډې شوي يو خو د دوی سره شوې وعدې پوره نه شوې او احتجاج يې پېل کړی چې د تحریک انصاف حکومت خپلو ممبرانو له د پرمختيا دپاره فنډونه نه ورکوي، خو د صوبايي حکومت وياند وايي درې ممبران احتجاج کوي.

د قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی ميرکلام وزير وايي دوی په اسمبلۍ کې دننه يې احتجاج پېل کړی د دې دپاره چې د دوی سره د علاقې په صوبه کې د ورګډولو په وخت د 100 اربه روپو د کال په سر مصرف کولو ويل شوي يو خو هغه پېسې ونه لګول شوې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی ته فنډ نه ورکول کيږي او بيا داسې هم نه ده چې د دوی په علاقو کې کوم کارونه نه کیږي خو که څومره فنډونه لګول کيږي دوی پرې په اعتماد کې نه اخستل کيږي.

هغه زياته کړه 25 اييني بدلون دې په قبايلي علاقو کې پوره پوره عملي شي او په دغه اييني بدلون کې چې د دوی سره کومې وعدې شوې وې دوی د هغې د پوره کېدو دپاره احتجاج کوي.

د باجوړ نه د جماعت اسلامي ممبر سراج الدين تور لګوي، د تحریک انصاف حکومت د مخالفه ګوندونو غړو له هيڅ قسمه فنډونه نه ورکوي او يواځې د خپلې پارټۍ ممبران نازوي.

هغه وويل په علاقه کې هيڅ د ترقۍ کار نه دی شوی نه د تعليم، نه د صحت او نه په کومه بله برخه کې پرمختګ شوی دی او نه د دوی سره شوې وعدې پوره شوي دي.

خو د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش وايي يو خو په اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو ټول غړي په احتجاج نه دي يواځې درې غړي په احتجاج دي پاتې 18 احتجاج نه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل يواځې د مخالفه ګوندونو غړي احتجاج کوي او د خپلو حلقو ترحده په مسلو خبره کوي او پاتې د حکومتي ګوند نه علاوه د مخالفه ګوندونو غړي هم د حکومت ستاينه کوي چې په قبایلي ضلعو کې ښه کار کوي.

هغه دا هم وويل کوم غړي چې په احتجاج دي د هغه ورسره خبرې شوي د دوی د حلقو مسلې به هوارې کړي.

د مومندو سره تعلق لرونکی د عوامي نيشنل ګوند نثار مومند مني چې د قبايلي ضلعو ټول غړي يې په احتجاج کې ملګرتیا نه کوي خو دوی احتجاج پېل کړی او وايي دوی فنډونه نه غواړي بلکې د دوی سره شوې ژمنې پوره کېدل غواړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د قبايلي ضلعو سره چې په صوبه کې د ورګډېدو په وخت د 25 اييني بدلون لاندې، د 100 اربه روپو او په قامي مالياتي اېوارډ (اېن اېف سي) کې د برخې کومې وعدې شوې د هغې د پورې کولو پورې به دوی احتجاج کوي.

درې کاله وړاندې د پخوانۍ فاټا په صوبه کې د ورګډېدو دپاره اييني بدلون لاسليک شوی وو.

د قبايلي ضلعو د اسمبلۍ منتخب غړي وايي دغه سيمه په صوبه کې ورګډه شوې خو بدلون پکې د نشت برابر شوی دی.

دوی وايي د قانون د عملدارۍ، پرمختيا او امنيت ترحده پورې هیڅ ښکاره بدلون نه دی شوی.

خو حکومت دعوه کوي په قبايلي ضلعو کې په هره برخه کې کار روان دی او دغو ضلعو ته ځانګړې پاملرنه کيږي، او د تحریک انصاف حکومت وايي په اېن اېف سي اېوارډ کې چې صوبو قبايلي ضلعو ته د برخې ورکولو کومه وعده کړې وه هغه اوس نه پوره کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG