لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا په اتو ضلعو کې د پولیو خلاف خصوصي کمپاین شروع شو


په پاکستان کې تر اوسه د پولیو ١٣٦ کېسونه رپورټ شوي دي چې زیاتره پکې په خېبرپښتونخوا کې دي

د خېبرپښتونخوا په بونیر، ملاکنډ، سوات، مومندو، صوابۍ، نوښار، مردان او چارسده اتو ضلعو کې پنځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو ته د پولیو خلاف څاڅکو ورکولو کمپاین شروع شو چې پکې به قریباً د دوو مېلینونو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ورکول کېږي.

د صوبايي حکومت د پولیو د مخنیوي مرکز رابطه کار عبدالباسط وي او ای ډیوه ته وویل په دې پنځه ورځني کمپاین کې به ماشومانو ته د پولیو ټاېپ ټو قسمه ناروغۍ نه د محفوظ پاتې کېدو وېکسین ورکول کېږي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکه اوس هم شتون لري.

چارواکي وايی د پولیو وېکسین په اړه بې بنیاده تبلیغات او په لویه شمېره کې د پولیو څاڅکو نه انکاریان مېندې او پلاران د دې مرض په ختمولو کې لوې خنډان دي.

په پاکستان کې تر اوسه د پولیو ١٣٦ کېسونه رپورټ شوي دي چې زیاتره پکې په خېبرپښتونخوا کې دي.

دپولیو ددې نوؤ پېښو مخې ته راتلو سره خیبر پښتونخوا صوبه کې دیو کال په مهال د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمیره ۹۱ ته رسېدلې .

همدغه شان دصحت محکمې چارواکو منلې چې دپنجاب ډيره غازي اؤ دسندهـ صوبې د جامشورو اؤقمبر څخه هم دپولیو دوه،دوه نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

ددې ترڅنګ په یوکال کې په سندهـ صوبه کې دپولیو ۲۴،پنجاب کې اته اؤ بلوچستان کې ۱۱ پېښې مخې ته راغلي چې ددې ټولو پېښو شمیره ۱۳۴ؤ ته رسېدلې اؤ ویل کیږي له دې وړاندې کله هم په دومره ګڼ شمیر کې دپولیو پېښې مخې ته نه وې راغلې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG