لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د نشۍ توکو د مخنیوي دپاره خصوصي تاڼې او عدالتونه جوړ شول


 د نشۍ موادد مخنوي ادارې اېکسائز ټېکسېشن اېنډ نارکاټکس کنټرول مشر فياض علي شاه وي او ای ډيوه ته وويل چې خېبر پښتونخوا د هېواد يواځينۍ صوبه ده چې د اتلسم ترميم ورورسته يې د منشياتو مخنيوي د پاره قانون سازي وکړه او داسې کېسونو د قضيو د پاره يې ځانګړي عدالتونه هم جوړ کړل
د نشۍ موادد مخنوي ادارې اېکسائز ټېکسېشن اېنډ نارکاټکس کنټرول مشر فياض علي شاه وي او ای ډيوه ته وويل چې خېبر پښتونخوا د هېواد يواځينۍ صوبه ده چې د اتلسم ترميم ورورسته يې د منشياتو مخنيوي د پاره قانون سازي وکړه او داسې کېسونو د قضيو د پاره يې ځانګړي عدالتونه هم جوړ کړل

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د نشيي توکو د مخنيوي لپاره وضع کړی شوي قانون مطابق د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې د منشياتو د قضيو د پاره ځانګړي عدالتونه او تاڼې جوړې کړيدي۔

د قانوني چارو پوهان وايي دې سره به په عامو عدالتونو د مقدمو بوج تر ډېر حده پورې کم شي. ماهرین زياتوي چې په قبايلي سيمو کې هم داسې ډول عدالتونه په ترجيحي بنيادونو جوړول مهم دي ځکه چې هلته د منشياتو کاروبار په زياته کچه کېږي او کېسونه پکې ډېر مخې ته راځي۔

په خېبر پختونخوا کې د نشۍ مواد مخنوي لپاره کارکونکې ادارې اېکسائز ټېکسېشن اېنډ نارکاټکس کنټرول مشر فياض علي شاه وي او ای ډيوه ته وويل چې خېبر پښتونخوا د هېواد يواځينۍ صوبه ده چې د اتلسم ترميم ورورسته يې د منشياتو مخنيوي د پاره قانون سازي وکړه او داسې کېسونو د قضيو د پاره يې ځانګړي عدالتونه هم جوړ کړل۔

فیاض علي شاه وویل " د هغې قانون نه وروسته مونږه خپل رولز او پينځه ريجنل تاڼی نوټيفايي کړی او په هغو کې مونږه سټاف ولګوو، بېا په هغې کې د هر يو ريجين د پاره حکومت کورټس نوټيفايي کړل، دا وخت درې کورټس نوټيفايي شوي ملاکنډ، سوات او پېښور او انشاالله ورځ نيمه کې به ډي ايي خان او اېبت آباد کې به هم دا نوټيفايي شي"

هغه زياته کړه دې نه وړاندې به يادې ادارې نشو کولې چې د نشيي توکو په تور کې نيولی شوي کم ملزم پرضد مقدمه درج کړي او کېس مخ په وړاندې بوځي، نوموړی وايي دې له امله به اېکسائز ټېکسېشن اېنډ نارکاټکس کنټرول څانګه قانوني پيچيد ګو سره مخ وه خو اوس دغه عمل به ياده محکمه په خپله تر سره کوي۔

" اصل کې دې نه مخکې به چې مونږه سيزر (نشيي توکي ونيول شول) نو مونږه به هغه کېسونه پوليس يا ای اېن اېف ته حواله کول او زمونږه خلکو به پکې صرف ګواهي کوله او نور به زمونږه د هغو سره څه کار نه و، اوس چونکې دا زمونږه سبجېکټ دې او زمونږه خپلې تاڼې دي نو دا هر څه به اوس په خلپه کوو"

د صوبايي حکومت لخوا د دې ګام پورته کولو په اړه د پېښور هايي کورټ فرهاد اپريدي اېډوکېت وايي چې دې سره به په عامو عدالتونو د قضيو بوج تر ډيره حده پورې کم شي۔

" چې په کومو کې د روټين نورې مقدمی روانی وي نو د هغو سره د منشياتو د مقدمو ځانله يو مقدار وي نو هغه په دې عدالتونو بوج و، نه به يې د روټين کار کولی شو او نه به يې دا کولې شو نو دې سره به واضحه دا فرق راشي چې په هغه عدالتونو به هم بوج کم شي او دغه مخصوص عدالتونه به صرف د منشياتو سره کار لري"

نوموړي زياته کړه چې د نورو سيمو په څېر په قبايلي ضلعو کې په ترجيحي بنيادونو د نشيي توکو د مقدمو د پاره خصوصي عدالتونه جوړول ډېر مهم دي ځکه چې د افغانستان سره په پوله پراتو دې علاقو کې د منشياتو کاروبار په زيات مقدار کې کېږي۔

" دا خېبر ضلع چې کوم ده دا د منشياتو اډه ده، د افغانستان هم په دې لاره ده او د خېبر نه هم خپلې د منشياتو ډېری قيصې روځي نو دلته د ټولو نه زيات دغې ضلع ته ضرورت و چې دلته يې د يو په ځاۍ دوه عدالتونه مقرر کړي وی ځکه چې دلته ډېر شی کېسونه دي"

د خېبر پښتونخوا ايکسائز ټېکسېشن اينډ نارکوټکس کنټرول څانګې چارواکي وايي چې کوم تن د منشياتو کاروبار کې ککړ وي او مالومه شي چې مال او جايداد يي د نشيي توکو په پېسو جوړ کړی نو هغه به د قانون مطابق ضبط کولی شي او پېسې به قومي خزانه کې جمع کړې کېږي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG