لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: نهرونو د کموالي له امله خېبرپښتونخوا د خپلې برخې اوبه په صحیح توګه نشي استعمالولی


په وروستيو ورځو کې اېرسا ويلي  چې سږ کال د غنمو د فصل د پاره په ملکي کچه د اوبو د دېرشو نه ترڅلوېښت فيصده پورې کمی مخې ته راځې او د هغې بنيادي وجه په شمالي سيمو کې د واورو نه ويلېکېدل دي۔ اداره وايي چې په دوه لويو ډيمونو منګله او تربېله کې د اوبو کچه هم لاندې تلې ده
په وروستيو ورځو کې اېرسا ويلي  چې سږ کال د غنمو د فصل د پاره په ملکي کچه د اوبو د دېرشو نه ترڅلوېښت فيصده پورې کمی مخې ته راځې او د هغې بنيادي وجه په شمالي سيمو کې د واورو نه ويلېکېدل دي۔ اداره وايي چې په دوه لويو ډيمونو منګله او تربېله کې د اوبو کچه هم لاندې تلې ده

د نهرونو د کمي امله کارپوهان وايي خېبرپښتونخوا د سېندونو د اوبو خپله برخه په صحیح توګه نشي استعمالولی.

کارپوهان وايي که چېرې د خېبرپښتونخوا د نهرونو په نظام کې پراختیا وکړی شي نو د صوبې د برخې باقي پاتې اوبه به سند او پنجاب صوبو ته د تلو په ځای د صوبې د شاړو ځمکو د ابادولو دپاره وکارول شي۔

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان پيپلز ګوند غړی احمد کنډي وايي د صوبو ترمنځ اوبو د تقسيم د لوظنامې د لاندې چې د خېبرپښتونخوا کومه برخه جوړېږي په صوبه کې د اوبو د استعمال بنيادي اډاڼې د نيشتوالي له امله دغه اوبه سند او پنجاب صوبې کاروي۔

ښاغلی کڼدي وايي " د 1991 نه د اوبو تقسيم شروع شوی دی نو تر کال 2020 پورې خېبر پښتونخوا د اوبو خپل حقوق نه شو استعمالولی، د اېرسا مطابق د خېبر پښتونخوا د ابو برخه 87۔8 ملين اېکړ فيټ وه، خو د خېبر پښتونخوا درې ميلينه فيټ اوبه چې دي هغه نورې صوبې کاروي ځکه چې مونږه سره نهري نظام نيشته دی"

په خېبر پښتونخوا کې د کروندګرو د اتحاديي عمومي سېکتر لياقت يوسفزۍ وي او ای ډيوه ته وويل که چېرې خېبر پښتو نخوا ته د اوبه خور د پاره پوره اوبو ورکولو ترڅنګ سم نهري نظام جوړ کړل شي نو دې سره په بېلا بېلو سيمو کې د فصلونو پېداوار د نورو صوبو په څېر سېوا کېدلی شي۔

ښاغلی یوسفزی وايي " زمونږه په هرځاۍ کې دا شاړې ځمکې موجود دي او د فصل د پاره تيارې دي، بونېر اړخ ته وګوره، د سوات مختلفو علاقو ته وګوره او داسې د کوهاټ نه تر ډېره اسماعيل خان پورې که دا ټوله ځمکه ده، او داسې په صوابۍ کې هم علاقې شته، نو مونږه د اېرسا او خپل حکومت د چارواکو نه دا مطالبه کوو چې د ابو په لوظنامه کې کومه حصه پښتنو ته ورکړې شوې ده هغه دې ورکړي ځکه چې مونږه ملک ته 67 فيصده اوبه ورکوو او مونږه ته بيا ډېره کمه برخه مېلاوېږي نو يو هغه سېوا کول پکار دي او دوېم مونږه سره نهري نظام نيشته دې نو مونږه د پاره نهري نظام جوړول پکار دي"

بلخوا په خېبر پښتونخوا کې د اوبه خور د محکمې سېکټري طاهراورکزۍ وي او ای ډيوه ته وويل چې د صوبې په کچه د اوبو کمې نيشته خو د نهري نظام مسله رامنځ ته ده د کومې حل کولو د پاره چې صوبايي حکومت ځاۍ په ځاۍ پروژې پېل کړي دي۔

ښاغلی اورکزی وايي" حکومت د ټولو نه لويي چشمه رائټ بنک لفټ کنال پروژه شروع کړېده، او دا د نزدې د 170 بيلين روپو پروجېکټ دی او دې سره به خواوشا درې لکه اېکړه زمکه ابه کېږي، په ټوله صوبه کې زمونږه 258 د ابه خور يا ايريګېشن سکيمونه روان دي، چې پکې د ابو جمع کولو ډېمونه او د نهرونو بيا بحالۍ او نور داسې د سطحي ابو د پاره منصوبې شامل دي چې د ابو ښه استعمال ووشي"

د مطبوعاتو ترمخه په پاکستان کې د اوبو د تقسيم د انتظام قامي اداره اېرسا به د دې مياشتې په اتمه نېټه يعنې صبا له د صوبو ترمنځه د خريف فصل د پاره د اوبو د تقسيم يا رامنځ ته شوې د اوبو کموالي د مسلې حل کولو د پاره غونډه کوي۔

په وروستيو ورځو کې اېرسا ويلي چې سږ کال د غنمو د فصل د پاره په ملکي کچه د اوبو د دېرشو نه ترڅلوېښت فيصده پورې کمی مخې ته راځې او د هغې بنيادي وجه په شمالي سيمو کې د واورو نه ويلېکېدل دي۔ اداره وايي چې په دوه لويو ډيمونو منګله او تربېله کې د اوبو کچه هم لاندې تلې ده۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG