نن د پاکستان د برني اېوان سېنېټ د 30 څوکيو دپاره د اعلان شوو انتخاباتو کې په پنجاب او سيند صوبې په اسمبليانو کې د رایو ورکولو عمل روان دی، خو په خېبرپښتونخوا کې انتخابات ځنډول شوي او الېکشن کمېشن ويلي، انتخابات به د بل اعلان پورې ځنډېدلي وي.
د خېبر پښتونخوا نه د سېنېټ په 11 څوکیو د 26 امیدوارانو ترمنځ مقاله ټاکل شوې وه چې پکې په 7 عمومي څوکیو 16 امیدواران په مېدان کې وو د ټیکنو کریټانو په دوو څوکیو به د 6 او د ښځو په دوو څوکیو به د څلورو ښځو مقابله کېدله.
الېکشن کمېشن رسمي ویلي، مخالفه ګوندونو د صوبې په اسبملۍ کې د انتخاباتو ځنډولو دپاره خواست کړی، هغه منظور کړل شوی او انتخابات ځنډول شوي دي.
په اسمبلۍ کې مخالفه غړي احمد کريم کنډي صوبايي الېکشن کمېشن ته خواست کړی وو او ويلي يې وو، مخالفه 25 غړو تراوسه سوګند نه دی کړی ځکه د سېنېټ انتخابات دې وځنډول شي.
وروسته بيا د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف ګوند وزيراعلا علي امین ګنډاپور ويلي، په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د سېنېټ د انتخاباتو ځنډولو خلاف به تحریک چلوي.
مطبوعاتو سره په خبرو کې ګنډاپور ويلي، چې په مخصوصو څوکيو د منتخب غړو په غېر قانونه توګه د انتخاباتو ځنډولو دپاره خواست شوی وو.
هغه زياته کړې، چې الېکشن کمېشن په غېر قانونه توګه د 25 غړو څوکۍ ورکړي او د دغو څوکيو د ترلاسه کولو دپاره پوره مقابله کوي.
خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د مخصوصو څوکو د غړو څخه د څوګند نه اخستو په سر لانجه روانه وه.
الېکشن کمېشن د مخصوصو څوکو د غړو څخه د څوګند نه اخستو په سر مقدمې منظورې کړې، او له دې وړاندې یې ويلي وو، که د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيکر غونډه ونه بلله او د مخصوصو غړو څخه یې څوګند وانه خستو نو په صوبه کې انتخابات ځنډول کېدی شي.
په 27م مارچ پېښور هايکورټ د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيکر ته حکم کړی چې په مخصوصو څوکو دې د غړو څخه څوګند واخلي.
په فېصله کې ویل شوي وو د څوګند اخستو سره دې په مخصوصو څوکو غړو ته د سېنېټ په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه ورکړل شي، او الېکشن کېمشن بيا ويلي وو په دغسې نه کولو به انتخابات وځنډوي.
Forum