لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت او ډاکټرانو لانجه کې زور د مریضانو وځي


اشفاق مومند

د خیبرپښتونخوا په سرکاري هسپتالونو کې د ډاکټرانو لخوا د نهې د ورځې نه پیل شوي هړتال یا احتجاجونو د مریضان د سختو ستونزو سره مخ کړي.

د خیبر پښتونخوا صوبې د نوي ډاکټرانو اتحادیې (ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن) مشر ډاکټرعالمګیریوسفزۍ وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ویلي ، د تحریک انصاف ګوند صوبايي حکومت د سرکاري هسپتالونو پرائیوېټایز (شخصي) کولو هڅې کوي چې د پیسو د ګټلو کار ترې اخستل غواړي.

نوموړي تور لګولی چې د پي ټي ايي حکومت د دغه ګام لپاره د نااهله ډاکټرانو راوستلو هڅه کوي. ډاکټر عالمګیر یوسفزۍ د وي او ای ډیوه لویه خیبر پښتونخوا خپرونه کې د اشفاق مومند سره د خبرو اترو په وخت ویلي د صوبې ۹۹ سلنه ډاکټران د حکومت د دغه ګامونو پرضد دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:02 0:00

د خیبرپښتونخوا اعلا وزیر د صحت مشیر ډاکټر جواد واصف هم په دغه خپرونه کې د برخې اخستو په وخت ویلي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د کال ۲۰۱۵م نه د صحت په پالیسیانو کې بدلون راوستل پېل کړي. او د تیرو ۷۰ کلونو راهسې په صوبه کې د ډاکټرانو بدمهاشي (مافیه)ختمیدو وروسته د صوبې ډاکټرانو په احتجاجونه لاس پورې کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:48 0:00

د ډاکټر جواد واصف د دغه خبرو په ځواب کې د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر عالمګیر یوسفزۍ د تحریک انصاف په حکومت نیوکې وکړې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:41 0:00

په خېبر پښتونخوا کې د صوبايي حکومت او ډاکټرانو ترمنځه روان جنجال په سر د تیرو څو ورځو راهسې د پښتونخوا په سرکاري هسپتالونو کې مریضا د سختو ستونزو سره مخ دي.

د خیبر پښتونخوا په لویو لویو هسپتالونو کې روزانه د زرګونو مریضانو درملنه کیږي. د سرکاري شمیرو تر مخه د خیبرپښتونخوا لوې سرکاري هسپتال لیډي ریډنګ ته هر ورځ تر شپږو زرو پورې مریضان علاج او درملنې له ورځي.

د ډاکټرانو د روانو احتجاجونو د لاسه د لرې پرتو سیمو نه راغلي مریضان که یو خوا د علاج نه بې برخې پاتې کیږي، دوي په ښار کې د پاتې کیدو له وجې د مالي ستونزه سره هم مخ کیږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG