لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ١٥ لکه ماشومان د مورپلار بې غورۍ او غربت د سکول نه بهر ساتلي


 ماهرین وايي ترهگرۍ او تندورۍ د خیبرپښتونخوا او فاټا د تعلیم نظام ته انتهايي زیات نقصان رسولی دی، سکولونه په بمونو تباه کړی شوي دي، سکولونو او استازانو ته دړکې ورکړی شوي
ماهرین وايي ترهگرۍ او تندورۍ د خیبرپښتونخوا او فاټا د تعلیم نظام ته انتهايي زیات نقصان رسولی دی، سکولونه په بمونو تباه کړی شوي دي، سکولونو او استازانو ته دړکې ورکړی شوي

د مور او پلار د توجه د نشت والي، غربت، سماجي رویو او نژدې د سکول د نشت والي له امله د خیبر پښتونخوا ١٥ لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي، دا خبرې د خیبر پښتونخوا د حکومت د بنیادي او ثانوي تعلیم په تازه سروی یا نظر پوښتنه کې شوي دي.

د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان وي او ای ډیوه ته ویلي په صوبه کې د سکول نه بهر د ١٥ لکه ماشومانو دا شمیره هڅې اندازه نه ده بلکې کور په کور د معلوماتو په بنیاد مخې ته راغلي ده.

د حکومت نظر پوښتنه ښايي د سکول نه بهر په ماشومانو کې اکثریت د جینکو دی، یعنې د پنځه کاله عمر نه واخلې تر د ١٦ کلونو عم پورې ١٠ لکه جینکۍ سکولونو ته نه ځي.

د سروی رپورټ ترمخه د ١٥ لکه نیمايي ماشومان د غربت او یا د مور او پلار د بې غورۍ له کبله سکول کې نه دي داخل شوي.

ماهرین وايي ترهگرۍ او تندورۍ د خیبرپښتونخوا او فاټا د تعلیم نظام ته انتهايي زیات نقصان رسولی دی، سکولونه په بمونو تباه کړی شوي دي، سکولونو او استازانو ته دړکې ورکړی شوي او یا پرې لکه د نوبل امن انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ او یا د پیښور د ارمي پبلک سکول په رنگ طالبانو حملې کړي دي.

د خیبرپښتونخوا د تعلیم د صورتحال په اړه نور تفصیل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې دلته اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG