لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرپښتونخوا کې د هوټلونو، د ودونو هالونو او رېسټورنټونو کارکوونکو ته د وېکسین لګولو امر


د خېبرپښتونخوا حکومت او انتظاميه چارواکو له خوا هوټلونو، ودونو هالونو او ريسټورنټونو مالکانو ته امر شوی چې دوی سره دې کارکوونکو ته کرونا په ضد ويکسين ولګول شي چې ددغه وايرس د خوريدو مخنيوی وشي.

دغه پرېکړه يا فيصله څو ورځې وړاندې د دغو اتحاديو مشرانو او کرونا د مخينوي قامي ادارې اين سي او سي ترمينځه شوې وه چې کوم کسان ويکسين ونه لګوي نو د هغوی روزګارونه به بندیدلی شي.

د جون په ۱۲مه نېټه د پېښور انتظامیې چارواکو لخوا د هوټلونو، ودونو هالونو، او رېسټورانټونو اتحادیې مشرانو ته ویل شوي و چې د راروانې نهې/سې شنبې ورځې پورې دې دوی خپلو کسانو ته د وېکسین لګولو عمل سر ته ورسوي.

بل خوا د پاکستان د هوټلونو او رېسټورانټونو سازمان مشر، حبیب الله زاهد، وي او اې ډیوه ته وویل دوی هم غواړي چې دوی سره کارکوونکو تنانو ته د کرونا په ضد وېکسین ولګولی شي. هغه زیاته کړه: «مونږ په دې شي باندې پوهېږو چې دا وېکسینشن ضروري دی او ټولو سټاف (کارکوونکو) ته هم مونږ ویلي دي، بلکې مونږ دا هم ورته ویلي دي چې کوم کسان وېکسین نه لري، هغو ته مونږ جاب (نوکري) هم نه ورکوو. نو الحمدالله، ٪۹۸-۹۵ زمونږ ټول کارکوونکو وېکسین لګولی دی.»

د هوټلونو، ودونو هالونو، او رېسټورانټونو مشرانو ویلي دي دوی به په دې لړ کې حکومتي چارواکو سره مرسته کوي او خپلو کسانو ته به د کرونا وېکسین لګوي چې دغه وایرس خور نشي.

د خیبرپښتونخوا د ودونو هالونو د اتحادیې مشر خالد ایوب وي او اې ډیوه ته وویل چې د کال ۲۰۲۰ د مارچ میاشتې نه تر اوسه پورې د دوی روزګارونه له تاوانونو سره مخ دي او ورته ډېر مالي زیان رسېدلی دی. خالد ایوب د انتظامیې له چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه وویل: «مونږ له هغوی سره پخپلو خبرو کې په دې زور ورکړ چې که کارکوونکي او یا مالکان د کرونا وېکسین ولګوي، نو د هغې نه پس خو بیا تاسو سره دا دلیل نشته چې تاسو به بیا زمونږ کاروبارونه بندوئ. نو که چېرې حکومت او یا اېن سي او سي فالو اپ کې مونږ او ټول پاکستان دا کار وکړي، بیا نو حکومت ته دا نه دي په کار چې د ۲۰۲۱ نه پس مونږ ته بیا دا ووایي چې اوس د کرونا څلورمه چپه یا پنځمه یا شپږمه چپه راغلې ده او زمونږ کاروبارونه دې بند شي.»

خالد ایوب دا هم وویل چې دوی به خپل کسان د کرونا ويکسین لګولو ته مجبوره کوي خو هوټلونو او ودونو هالونو ته د ورتلونکو کسانو ذمه واري به څوک اخلي؟

د کرونا وایرس د مخنیوي په غرض، خیبرپښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې تر ۵۰۰ پورې د کروناوایرس وېکسینونو مرکزونه پرانېستي دي او په راروانو ورځو کې یې هره ورځ یو لاک کسانو ته د وېکسین لګولو هدف اېښودلی دی.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG