لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا د پولیس مشر بدل کړی شو


د رپورټ ترمخه، ښاغلی انصاري 18 میاشتې په دغه چوکۍ پاتې شوی و او د تبادلې سبب يې نه دی ښودل شوی

په پېښور کې د پولیس مرکز دننه جومات کې تېره میاشت د ځانمرګي حملې وروسته چې د 100 نه زیات کسان پکې وژل شوي دي، د خېبر پښتونخوا د پولیس مشر بدل کړی شو.

د روېټرز خبري ادارې په قول حکومت دا هفته په یو بیان کې وویل چې د معظم جاه انصاري په ځای اختر حیات د صوبې د پولیس مشر ګمارل شوی دی.

د رپورټ ترمخه، ښاغلی انصاري 18 میاشتې په دغه چوکۍ پاتې شوی و او د تبادلې سبب يې نه دی ښودل شوی.

په 30 جنورۍ د پېښور په پولیس لاینز یا د پولیس د مرکزي دفتر په احاطه کې جومات دننه ځانمرګي حمله کې د 100 نه زیات کسان وژل شوي چې زیاتره پولیس چارواکي وو.

د پولیس په مرکز د حملې په اړه څېړونکي پوښتنې راپورته کړي چې د سختو امنیتي انتظاماتو دلاندې دغه ځای حمله څنګه وشوه؟

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس څېړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د تشدد په پېښو کې اضافه شوې او پولیس هم په ګڼ شمېر حملو کې په هدف شوی.

تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په خېبرپښتونخوا کې د پولیس په ضد د ځینو حملو مسولیت منلی دی.

تېره میاشت د پولیس په جومات د حملې د چا د مسولیت په اړه څه رپورټ مخې ته نه دی راغلی.

د پېښور په پولیس لاینز د حملې وروسته د صوبې په تاریخ کې په لومړي ځل ګڼ شمېر پولیس مامورینو د پېښور پرېس کلب مخې ته مظاهره وکړه، غوښتل یې چې د وسله والو په دې پولیس ته جدیده وسله او نور الات ورکړی شي.

د پولیس لاینز په جومات د حملې تحقیقات کونکي د پولیس ډلې یوې سرچینې وي او ای ډیوه ته وویل په پلټنو کې اهمم کامیابۍ په لاس ورغلي او زر به بريد شا ککړ کردارونه د قانون منګولو ته راکښ کړی شي.

دپښتونخوا پولیسو اعلان کړی چې که څوک د پولیس لاینز په جومات حمله کې د لاس لرونکو په اړه پولیسو ته کره معلومات ورکړي نو یو کروړ روپۍ انعام به ورکول کیږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای ډیوه خبریال فاروق فراق او د روېټرز خبري ادارې د رپورټونه نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG