د خېبرپښتونخوا نه د پاکستان تحریک انصاف سېنېټر اعظم سواتي غوښتنه کړې ده چې په هغه تشدد کې ککړ دوه اعلا پوځي افسران دې د چوکیو نه لېرې کړی شي او د دغه معاملې تحقیقات دې وشي. په دې اړه د پوځ دریځ لا مخې ته نه دی راغلی او د داخله چارو وزیر راناثناالله دا خبره رد کړې چې د حراست په مهال په سواتي تشدد شوی دی.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه سواتي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبري ته وېنا کې د دوو پوځي نومونه واخیستل چې په مبینه توګه په هغه تشدد کې د لاس لري.
سواتي یو پوځي افسر د مېجر جنرل فېصل او بل د سېکېټر کمانډر فهیم په نوم یاد کړو.
د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ نه دا نه څرګندېږي چې د نومول شویو پوځي افسرانو پوره نومونه څه دي او دا چې پوځي افسر چې د فهیم په نامه او د سېکټر انچارج په عهده یاد شوی د کومې سيمې یا سېکټر کمانډر یا مشر دی.
د وي او ای رپورټ وايي د سواتي خبرو ته د پوځ جواب مخې ته نه دی راغلی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په اړه د یو توېټ وروسته سېنېټر اعظم سواتي د اکتوبر د میاشت په ۱۳ نېټه حکومتي مامورینو په اسلام اباد کې د کور نه نیولی و.
وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای پولیس ته د سواتي خلاف خپل شکایت کې ویلي وو هغه په ټوېټر د پاکستان د مسلح ځواکونو او د دوی مشر په ضد "ناوړه" او "ویرونکی" پېغام شریک کړی دی.
د جمعې په ورځ د اعظم سواتي د خبري کانفرنس نه یوه ورځ مخکې د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار مشر لېفټیننټ جنرل بابر افتخار او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لېفټیننټ جنرل ندیم احمد انجم مشترکه خبري غونډه وکړه چې څېړونکو غیر معمولي ګام وبللو.
دواړو افسرانو د پوځ په اړه د پي ټي ای د مشرانو په خبرو تشویش څرګند کړو او د ای اېس ای مشر جنرل ندیم احمد انجم د پي ټي ای د باني او د پخواني وزیراعظم عمران خان د نوم اخیستلو بغیر وویل چې پخواني وزیراعظم د شپې په خاموشۍ کې د پوځ مشر ته وړاندیز کوي چې د دندې مېعاد به يې د نامعلومه وخت پورې وغځول شي او د ورځ په رڼا کې بیا د پوځ سپه سالار ته غدار وايي چې د منلو وړ خبره نه ده.
جنرل ندیم وویل د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د عمران خان مبینه تجویز رد کړی و.
د جنرل باجوه ذکر سېنېټر سواتي د لاهور های کورټ د فېصلې په اړه خپل یو ټویټ کې کړی و. لاهور های کورټ وزیراعظم شهباز شریف او د هغه زوی حمزه شریف د مني لانډرنګ یا د غیرقانوني پېسو په مقدمه کې بري کړي وو.
سواتي په خپل ټویټ کې جنرل باجوه مخاطب کړی او لیکلي يې وو "جناب باجوه تا او د ستا سره ځینو نورو دې مبارک شي. ستا منصوبه (پلان) سم کار کوي او ټول مجرمان د ملک په قیمت ازادېږي. د دې غلو په ازادېدو ته (جنرل باجوه) کرپشن قانوني کوې."
د اېف ايي ای د اعظم سواتي د ټویټ په اړه وویل د خلکو نومونه اخیستل او د الزام پې لګول د "وران کار" دی، د مسلح ځواکونو د افسران ترمنځ اختلاف راپارول او د پاکستان ریاست ته د نقصان رسوولو کوښښ دی. د پاکستان پريوېنشن اف الېکټرانک کرایمز اېګټ چې په انټرنېټ د جرمونو د مخنیوي د کال 2016 قانون دی، ترمخه د پوځ او د عدليي مامورین "بدنامول" جرم دی. د دغه قانون دلاندې خلکو ته سختي سزاګانې ورکېدلی شي.
د ټویټ نه وروسته د ګرفتارۍ په مهال سواتي د اسلام اباد یو عدالت ته وړاندې کړی شوی و او د عدالت نه بهر د خبریالانو سره خبرو کې يې په امنیتي چارواکو الزام لګولی چې په هغه یې تشدد کړی او د هغه جامې وېستل شوي وې. حکومتي چارواکو د سواتي په الزاماتو وي او ای ته څه جواب نه و وېلی او د وي او ای دپاره ممکنه نه وه چې په ازاده توګه د هغه د خبرو تصدیق وکړي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه سېنېټر سواتي د جمعې په ورځ خپل خبري کانفرنس کې وویل چې وفاقي تحقیقاتي اداره اېف ايي ای باید ووايي چې د چا په امر یې د هغه خلاف مقدمه درج کړې، په کور یې چاپه وهل شوي او د لمسیو په مخکې وهل شوی دی.
سواتي وویل په بدن یې لا د وهل کېدو نخښې موجود دي.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د سواتي د خبري غونډې په جواب کې د داخله چارو وزیر رانا ثناالله وویل چې د سواتي خلاف مقدمه په قانوني ډول درج شوي ده او هغه د اېف ايي ای په حراست کې و.
رانا ثناالله دا هم وویل چې په سواتي تشدد نه دی شوی او هغه خپله د ټولې معاملې نګراني کړي ده.
د پاکستان سېنېټ د وېب پاڼې ترمخه محمد اعظم خان سواتي په سېنېټ کې د علماو او د ټېکنوکرېټس په چوکۍ د خېبرپښتونخوا نمانیدګي کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي