لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا ډاکټرانو د هړتال د ختمولو فېصله کړې ده


په خیبرپښتونخوا صوبه کې د گرېټ هېلټ الائېنس یا د صحت د لوی ائتلاف په نوم د ډاکټرانو ډلې پس له څو هفتو خپل د احتجاج د ختمولو فېصله کړې ده او ویلي یې دي چې سر له سبا گل/دوشنبې ورځې به خپلو کارونو ته حاضریږي.

د گریټ هېلټ الائېنس اکزیکټیو ممبر، ډاکټر عالمگیر خان چې د ډاکټرانو د صوبائي انجمن جنرل سکرېټري هم دی، له ډېوه نیوز سره په مرکه کې وویل چې په وروستیو دوه درې هفتو کې یې له مختلفو چارواکو سره مذاکرات روان و، او د اتوار/یکشنبې په ورځ یې د صوبې له اعلی وزیر سره هم کتلي او هغه ورته یو شمېر وعدې کړي دي.

ډاکټر عالمگیر خان زیاته کړه: "وزیر اعلی پر دې اتفاق وکړ چې کمیټه به جوړیږي، په هغې کې به درې د صوبائي کابینې غړي وزیران او د صحت سکرېټري به پکې وي، او د گرانډ هیلټ الائېنس له کمیټې سره به مذاکرات کوي. په هغه کې به پر اکټس او ریگولېشنز باندې د ډاکټرانو څه تحفظات دي، پر هغې به خبرې کیږي... تر هغو به پر دې قانون عمل نه کیږي."

ډاکټر عالمگیر خان دا هم وویل چې د کمیټې او د دوی د ائتلاف ترمنځ خبرې او مذاکرې شاید میاشتو ته وغځېږي. هغه زیاته کړله چې د دوی د کاربندیز په دوران کې چې کومې کاروایانې د ډاکټرانو په خلاف شوي، که د ضلعو په کچه وي او که د صوبې، هغه اېکشنونه به بېرته اخیستل کیږي او هغوی به خپلو خپلو ځایونو ته واپس ځي.

د لانجمن قانون په کومو برخو اعتراض شته؟

اول خو په لانجمن قانون کې د سرکاري هسپتالونو د شخصي کولو یا پرائیوېټ کولو خبره شوې ده، چې د احتجاج کوونکو ډاکټرانو په قول، دا د غریبانو په نقصان خبره ده.

د ډاکټرانو د اتحادیې اېکزېکټیو غړی، ډاکټر عالمگیر وایي د دې قانون په یوه برخه کې د Regional Health Authority Fund یا د صحت د سیمه ییزې ادارې فنډ یادونه شوې ده.

د دې فنډ په اړه ډاکټر عالمگیر خان زیاتوي چې مخکې به حکومت دا مسئولیت درلود او مجبوره و چې سرکاري هسپتالونو له به فنډ ورکوي او په بجټ کې به ورته پېسې بیلېږي، خو اوس یې په کې دا خبره راایستلې ده چې گرانټ به ورته ورکوي. هغه وایي چې دا گرانټ، د حکومت ذمه واري نده.

د ډاکټر عالمگیر وینا ده چې سرکاري هسپتالونو ته د قرضونو د اخیستلو خبره هم شوې ده، خو "لکه څنگه چې زمونږ ملک په تېرو ٧٠ کلونو کې له آی اېم اېف نه په اربونو اربونو ډالر واخیستل او واپس کولی نشي، نو که دې هسپتال سبا له چا نه قرض واخیسته، نو دوی به هم همداسې کوي، چا ته به یې قرض واپس کولی نشي؟"

درېیمه د اختلاف وړ خبره، د ډاکټرانو په وینا، دا ده چې نوی قانون وایي هسپتالونه به چاندې اخلي. همدا راز ویل کیږي چې د سرکاري هسپتالونو دپاره به فنډ کې، د صارفینو له رسیتونو Receipts نه هم پیسې راغونډیږي، او همدا د هسپتالونو د پرائیوټ کولو اصلي برخه ده.

عالمگیر خان وایي ډاکټرانو ته هم کانټرکټونه په پام کې نیول شوي او داسې کومه ضابطه ورته نشته چې دندې یې تضمین شي، بلکې هر وخت چې هسپتال وغواړي، د ډاکټرانو وظیفې ختمولی شي. د دوی په وینا، له صحت چارواکو سره پر دې موضوع، د ډاکټرانو د پروموشن، پېنشن، او نورو حقونو هم بحث روان دی.

بل خوا د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ډاکټرانو دغه دریځ ردوي او وايي چې د نوي قانون راوړلو مقصد د هسپتالونو شخصي کول نه دي بلکه د سرکاري هسپتالونو اختيار هغه کمېټو ته ورکول غواړي کومې چې به د قانون لاندې د علاقايي او ضلعې په سطح جوړولی شي. د حکومت تر مخه په دغه کمېټو کې به د ټولنې مشران شامل وي او د سرکاري هسپتالونو انتظامي معاملات به چلوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG