لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پښتونخوا کې جوړو حراستي مرکزونو قانوني حیثیت څه دی؟


د پیښور هايي کورټ لخوا د مرکزي او صوبايي حکومتونو نه په خېبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې د هغه مرکزونو قانوني حثیتپه اړه پوښتنه کړې چرته چې شکمن ترهګر ساتل شوي او دغه مرکزونه اوس هم فعاله دي.

د جمعې په ورځ د صوبې اعلا عدالت په یوه اورونه کې د مرکزي او صوبايي حکومتونو په۷ قبایلي ضلعو کېد دغه حراستي مرکزونو د قانوني حیثیت په اړه سپيناوی هم غوښتلی.

قانون پوهان وايي د ۲۵م اېیني بدلون وروسته پخوانۍ قبایلي سېمې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوي نو نور د دغه حراستي مرکزونو هیڅ حېثیت نه دی پاتې. او دغلته بندي کسان دا اېيني حق لري چې د هیواد عدالتي نظام ته خپله قضیه وړاندې کړي.

د یادو مرکزونو په اړه د پېښور هايي کورټ یو ځوان وکیل څوک چې پخپله هم د قبایلي سېمې سره تعلق لري او د یوې دغه شان قضیې وکیل هم دی، وي او ای ډیوه ته وايي یاد مرکزونه د پاکستان د اېین پرضد دي او دغلته پراته ټول بندیان عدالت ته د تلو حق لري.

د یادو مرکزونو په اړه علي عظیم افریدي نور څه وايي؟ په لانديني لنک يې واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کار کونکې یو شمیر ادارې او کسان د پاکستان حکومت نه وخت په وخت غوښتنه کوي چې د امنیتي ادارو لخوا بې درکه شوي تنان دې عدالتونو ته وړاندې کړي. د پاکستان عدالتونو هم وخت په وخت د دغې په اړه د هیواد امنیتي ادارو نه پوښتنې کړي. خو تر اوسه نه خو پوځ او نه امنیتي او استخباراتي ادارو څه سپیناوی کړی.

قانون پوهه ایاز خان ایډوکیټ د پېښور هايي کورټ د ننۍ فیصلې په اړه خوشبینه ښکاري او وايي د بې درکه کسانو او په دغه مرکزونو کې بندي تنانو خپل خپلوان دې عدالتونو ته راشي او مقدمې دې درج کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:19 0:00

د ایاز خان اېډوکیټ تر مخه څومیاشتې وړاندې د پوځي عدالتونو لخوا سزا شوي کسانو د مرګ سزا ګانې د پېښور هايي کورټ لخوا ردول د پاکستان عدالتونو ګټه ده. نوموړی خوشبینه دی چې د حراستي مرکزونو په اړه به عدالتي فیصله سنجیده او ذمه واره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG