لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا: نوي بلدیاتي نظام کې به په کلي مالت کې کونسلونه جوړیږي.


Peshawar KP Assembly 4
Peshawar KP Assembly 4
حميدالله/ارشد مومند:
د خیبر پښتونخوا واکمن ایتلافي حکومت واېي راتلونکی بلدیاتي نظام کې به د یونین کونسلو اوسني نظام پرځاېي د کلي او مالت په کچه کونسلونه جوړیږي. د نوي نظام تر مخه به د یو کونسل لپاره ضروري وي چې د دغه کلي یا محلې ابادي ۲۰۰۰نه تر ۱۲۰۰۰پورې وي او په کونسلو کې به د ممبرانو شمیره د ابادۍ په تناسب وي.
د صوبه خیبر پښتونخوا د تعمیراتو یا سي این ډبلیو وزير يوسف ايوب بدغه لړ کې جوړ شوي ورکنګ ګروپ یوی غونډې وروستو ډيو ريډيو ته د غونډې په حقله څه داسې ویلي:
" مونږ به يونين کونسلې ختموو اود ۲۰۰۰ نه ۱۲۰۰۰ پورې ابادۍ لرونکي کلو او محلو کې به کونسلی جوړو. دکونسلونمایندګان به با اختياره وي چي د صحت، تعليم، زراعت، ريوينيو، پوليس او پټواريانو محکمو څارنه به کوي. مونږبه موجوده ۹۵۰ پورې يونين کونسلې ختموؤ او ۴۵۰۰ ويلج کونسلې به جوړؤ"
د بلدياتو صوباېي وزيرعنائت الله خان وائي د تحصيل او ضلعي چيئرمينانو په طريقه انتخاب لا فیصله نه ده شوی. عنایت الله خان واېي:
"دا فيصله شوي چي ويلج کونسل، ضلعي کونسل اؤ يا تحصيل کونسل لپاره د ممبرانو ټاکنه نيغ په نيغا وشي خو د چيئر مين د ټاکنې طريقه کار باندې لا ورکنګ ګروپ کې اختلافات دي او دې لپاره راټول شوي سفارشات به خپلو مشرانو ته وړاندې کوو دا آخرۍ فيصله به هغوي کوي۔ انتخابات به د اکتوبر په اخري يا نومبر په وړومبۍ هفته کې کولې شي اؤ دې باندي راتلونکې خرچ اندازا يو ارب ۳۳ کروړا روپۍ دا"
صوباېي حکومت ویلي د نوي ځاېي حکومتونو لپاره به انتخابونه د دې کال اکتوبر او نومبر میاشتو کې کیږي. نوی بلديا تي نظام به د ۲۰۰۱ کال د مقامي حکومتونو آرډيننس لاندې جوړيږي خو دې کې به د يونين کونسل پر ځائ په کلي وال کچ کونسلې جوړيږي۔په غونډا کې د زنانو اؤ مدني ټولنو په استازيتوب راغلې مريم بي بي ډيوه ريډيو ته ووئيل په هر يونين کونسل کې به د زنانونمائندګي ۳۳ فيصدا وي او کلي کې موجود زنانو ابادۍ تناسب زياتوالي سره به نمائندګۍ تناسب هم زياتيږي۔ د بلديا تو وزير عنائت الله خان په وينا د زنانو،ځوانانو او اقليتونو ته به نمائيند ګۍ کې پينځه پينځه فيصدا برخه ورکول کيږي۔
د تحریک انصاف، جماعت اسلامي او قومي وطن پارټۍ واکمن ایتلافي صوباېي حکومت لخوا د نوي بلدیاتي نظام جوړولو په اړه مخالفه ډلو تر اوسه څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG