لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډاکټرانو د هړتال له وجهې په خېبرپښتونخوا کې د پولیو مهم وځنډېد


د خیبرپښتونخوا په شلو ضلعو کې د سبا (نهې/سې شنبې) نه پیلېدونکی د پولیو مهم ځنډولی شوی دی. په صوبه کې تېرو پنځو اوونیو راهېسي جاري د ډاکټرانو هړتال یا کاربندیز له وجهې، په ټوله صوبه کې د گرېنډ هېلټ الائېنس بایکاټ او سټاف کمی له وجهې د سبا ورځې پولیو مهم هم ځنډولی شوی دی.

په داسې مهال چې تېره اونۍ په ٢۴م اکټوبر د پولیو نړېوالې ورځې په مناسبت، د دغه وایرس د ختمولو عزم شوی و، خو پاکستان، او په خصوصي توگه خیبرپښتونخوا د دغه وایرس مخه نیولو کې لا هم پاته راغلی دی.

د خیبرپښتونخوا له جنوبي ضلعو نه پرله پسې مثبت پولیو کېسونو شمېره یو کم شپېته (٥٩) ته ورسېده. ولې په ټول هېواد کې دغه شمېره ٨٠ ده. په ټوله صوبه کې د انکاریانو زیاته شمېره د پولیو وایرس مثبت ماحولیاتي نمونو، او پرله پسې ماشومان د پولیو وایرس په نښه کولو ستونزو وروسته، د ډاکټرانو لخوا د راروان پولیو مهم بایکاټ هم، د پولیو د مخنیوي ادارې دپاره یو بل نوی چلېنج دی.

د گرېنډ هېلټ الائېنس چېئرمېن ډاکټر عالمگیر، ډېوه نیوز ته وویل، ډاکټران به تر هغو پورې هسپتالونو او پولیو مهم نه بایکاټ جاري ساتي، تر څو چې حکومت د دوی غوښتنې نه وي منلې.

ډاکټر عالمگیر زیاته کړله: "لکه څنگه چې ستا بچي ته واکسین نه کیږي، داسې زما بچي ته هم واکسین نه کیږي. داسې نده چې زما هغې ته زه کوم، او د بل هغې ته نه کیږي. که رنځ گالو، نو بیا ټول رنځ گالو، ځکه مونږ چې کوم آواز اوچت کړی دی، نو دا مو د دې خاورې د راتلونکي نسلونو دپاره اوچت کړی، دا مو د تنخواگانو دپاره نه دی اوچت کړی، دا مو د نوکریو دپاره ندی اوچت کړی."

ډاکټر عالمگیر وویل چې دوی به له خپل احتجاج نه په یو شرط په شا کیږي، او هغه دا چې یو با اختیاره کس ورشي او ورسره مذاکرات وکړي او د ډاکټرانو مطالبات ومني، بیا به دوی خپل کاربندیز ختموي.

د خیبرپښتونخوا کې ټاکل شوې وه چې د کېس رېسپانس یا د پولیو د تازه پېښو ځوابیه کمپېن سره له نهې یا سې شنبې ورځې پیل شي، خو دا مهم اوس تر نامعلومې نیټې پورې وځنډېد.

د پولیو د مخنیوي ادارې صوبائي مشر عبدالباسط وینا ده چې ډاکټران د پولیو وایرس خاتمې پر ځای، په لاره کې خنډان جوړوي.

عبدالباسط زیاته کړله: "د پولیو پروگرام، بالکل د ماشومانو د صحت په باره کې دی، په دې باندې هېڅ جوړجاړی ندی په کار. بچیان د هرچا دي، زمونږ، ستاسو، د ډاکټرانو. نو خپله لانجه تر دې حده پورې راوستل چې یاره مونږ به دې کې خنډونه جوړوو، نو که خپل ماشومانو ته وگورو، او ځان سره سوچ وکړو، ذهن ته کېدای شي راشي چې په غلطه یو او په سمې طریقې سره کار کول په کار دي."

تېر کال ٢٠١٨ کې ټول هېواد نه ١٢ د پولیو کېسونه رپوټ شوي و، د کوم وروسته چې پاکستان په نږدې کې د پولیو وایرس نه د پاک هېواد گرځولو گومان کېده. خو د پولیو څاڅکو په باب د منفي پروپگېنډو وروسته د انکاري والدینو په شمېره کې اضافه مخې ته راغله او د پولیو کېسونه ٥٩ ته (یوازې په خیبرپښتونخوا کې) ورسېدل.

په خېبرپښتونخوا کې د بنو ډېوېژن وروسته، لکي مروت د پولیو وایرس تر ټولو زیاته اغېرمنه سیمه ده.

د لکي مروت ډېسټریکټ هیلت افسر رحیم خټک وېره څرگنده کړې چې د پولیو مهم د ځنډولو له وجهې، دغه وایرس ته وده ورکولو او په سیمه کې د نور پولیو کېسونو راتلو وجه هم جوړېدای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG