لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرمې د عملياتو له امله د کډه کوونکو په شمير کې زياتوالى راغلې


قبائيلي سيمو يا فاټا کې د افتونو دمخنيوي دسرکاري ادارې چارواکو وائس اف امريکا ته وويل چې د جولا ئي د لمړۍ اوونۍ څخه تر دې مهاله خواؤشا 10ؤ زرو کورنيو کډې کړي
قبائيلي سيمو يا فاټا کې د افتونو دمخنيوي دسرکاري ادارې چارواکو وائس اف امريکا ته وويل چې د جولا ئي د لمړۍ اوونۍ څخه تر دې مهاله خواؤشا 10ؤ زرو کورنيو کډې کړي

د پاکستاني چارواکو ترمخه قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو له امله دمحفوظو ځائيونو په لوري دکډو کوونکو کورنيو په شمير کې چټکتيا راځي.
د وفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو يا فاټا کې د افتونو دمخنيوي د سرکاري ادارې چارواکو وائس اف امريکا ته وويل چې د جولا ئي د لمړۍ اوونۍ څخه تر دې مهاله خواؤشا 10ؤ زرو کورنيو کډې کړي چې پکې 1200و کورنۍ د حکومت لخوا جوړل شوي کيمپاو نور دخپلو خپلوانو کورونو کې ميشته دي.
د افغان پولې سره نزدې دکرمې ايجنسۍ په مينځنيو برخو کې پوځي کارروائي په دريمه جولا ئي پيل کړل شوې وه او چارواکو تر دې مهاله جگړه کې دلسگونو جنگيالو دوژلو او دهغوي دگڼ شمير ځالو دتباه کولو ادعاوې کړي دي.
په ازاده توگه ددغو ادعاوؤ پخلى نۀ دى شوى.
دفاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارتي” ايف ډي ايم اى “ دچارواکو ترمخه په مينځنۍ کرمه کې 80 مربع کلو ميټره سيمه کې چې چرته پوځ کارروائي کوي، دهغوي په قول هلته دابادو کورنيو شميره دنورو سيمو په پرتله زياته ده.
دايف ډي ايم اى ترمخه کرمې ايجنسۍ څخه دکډو کوونکو کورنيو دڅارنې لپاره دملگرو ملتونه ادارې هم اوس پاکستاني چارواکو سره په گډه کار کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG