لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرمې احتجاج کونکي وايي طالبانو او پوځ یې ٣٠٠٠ کورونه تباه کړي دي


د کرمې احتجاج کونکي وايي ترڅو یې غوښتنې نه دي منل شوي په پېښور کې به خپله ناسته جاري ساتي
د کرمې احتجاج کونکي وايي ترڅو یې غوښتنې نه دي منل شوي په پېښور کې به خپله ناسته جاري ساتي

د پاکستان د قبائلي سیمې کرم ایجنسۍ احتجاج کونکي وايي په منځنۍ کرمه کښې طالبانو او پوځ په تېرو لسو کلنو کښې ددوي تر ٣٠٠٠ زیات کورونه تباه کړي دي.

د منځنۍ کرمې قبائلي سیمې د خدمت خلک د کمېټۍ مشرعرفان الله د وي او اې ډیوه په پروگرام لویه خېبرپښتونخوا کښې وېلي دي"چې د طالبانو او بیا د پوځ لخوا د عملیاتو په وخت په کال ٢٠٠٨ او کال ٢٠١٣ کښې د مېنځنۍ کرمې ایجنسی نه د ١٨٠٠٠ نه زیاتې کورنۍ نورو سیمو ته په کډو کولو مجبوره کړې شوې وې."

د قبائلي سیمو لپاره د قدرتي افتونو انتظام ادارې فاټا ډیزاسټرمنېجمنټ اتهارټی ترمخه د ترهگرۍ او جنگونو له امله د ټولې کرمې ایجنسۍ نه په تېرو کلنو کښې د ٣٣٠٠٠ نه زیاتې کورنۍ بې کوره شوي دي.

د منځنۍ کرمې د څلورو قامونو پاړه چمکني، مسوزئۍ ، علي شېرزئۍ او زئۍ مشت قبیلو د اتوار د ورځې راهیسې د کورنو د ړنگېدلو د معاوضو نه مېلاوېد، د بیا په ځای کولو مالي امداد بندولو او د پرمختیا د کارونو ترڅنگ د نورو یوشمېر غوښتنو لپاره پېښور کښې پرېس کلب په وړاندې احتجاجي ناسته هم پېل کړېده.

د احتجاج کونکو د کمېټۍ غړې عرفان الله وايي چې حکومت چې د ځپلو شوو کورنېو د بیا واپسۍ لپاره د هرې یوې کورنی په سر د ٢٥٠٠٠ روپو ورکولو کوم اعلان کړې وو په هغې یې تر اوسه عمل نه دې کړې.

عرفان الله زیاتوي حکومت په ١٨٠٠٠ ځپلو شوو کورنېو کښې تراوسه نزدې ۴٠٠٠ زرو کونېو ته یواځې درې درې زره روپۍ ورکړي دي او نور ځپلي شوي خلک کله د پولیټیکل ایجنټ او کله د فاټا سېکرټریټ د دفترونو چکرې وهي خو کارونه یې نه کېږي.

احتجاج کونکي وايي تر څو یې په غوښتنو کوم ذمه وار تن د پوره کولو تسلي نه وي کړې خپل احتجاج به نه ختموي.

دوي دړکه کړې ده که چارواکي یې په غوښتنو غوږ نه گروي نو احتجاج به سخت کړي او د خېبر پښتونخوا د گورنر د کور په وړاندې به پرلت پېل کړي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG