لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرغزستان نه 130پاکستانيان اسلام اباد ته رسېدلي دي


کرغزستان نه 130پاکستانيان اسلام اباد ته رسېدلي دي
کرغزستان نه 130پاکستانيان اسلام اباد ته رسېدلي دي

د پاکستان يوې ځانګړې الوتکې په کرغزستان کې دنسلي فسادونو له امله ګير شوي 130ؤ څخه زيات پاکستاني وګړي اسلام اباد ته رسولي دي.

د کرغزستان څخه دنورو پاکستانيانو وطن ته دبيرته راوستلو لپاره يوه بله الوتکه هم دنهې په سحر کرغزستان ته تللې ده.
هيله کيږي په کرغزستان کې داړي ګړي په مهال دوژل شوي پاکستاني طالب علم علي رضا مړى به هم ددغه الوتکې له لارې پاکستان ته يوړل شي.
پاکستان ته په راوړل شوؤ دغو 130ؤ کسانو کې زياتره نارينه اؤ ښځينه زده کوونکي دي چې دتعليم په غرض په کرغزستان کې ميشته وؤ.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند عبدالباسط له مخې دکرغزستان داړي ګړي په سيمو کې ګير شوي خواؤشا 270ؤ پاکستانيانو نخښې پتې دکرغز چارواکو ته سپارل شوې وې چې ورڅخه زياتره اوش ائيرپورټ ته رسول شوي دي.
وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني تيره ورځ پارليمنټ ته پخپله وينا کې وئيلي ؤ دپاکستاني وګړو وطن ته دبيرته راوستلو لپاره به درې الوتکې کرغزستان ته ليږدولى شي.
دپاکستان دخارجه دفتر دچارواکو وينا ده په کرغزستان کې 1200 پاکستاني وګړي موجود دي چې پکې زياتره طالب علمان دي خو دګرمۍ درخصتيو له امله دهغوي څخه زياتره کرغزستان څخه بهر دي.
دتير زيارت څخه دکرغزستان جنوبي ښارونو اوش او جلال اباد کې روانو نسلي فسادونو کې تراوسه لږ ترلږه 170 کسان وژل شوي او د1600ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG