لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

”لچه پيتو“ د پښتنو يوه روايتي لوبه


Lachapeto
فاروق فراق
لچه پيتو دپښتنو يوه دوديزه لوبه ده چې دپښتنو په کليوالو سيمو کې دمودو راهسې کولى شي،
دا لوبه ددوؤ ټيمونو ترمينځه کيږي، ددواړو ټيمونو دلوبغاړو شمير برابر وي چې ددوؤ، دوؤ څخه تر پينځوؤ پينځوؤ لوبغاړو پورې رسيږي. لچه پيتو لوبې دپاره لږ تر لږه ديرش ګزه پلن او ديرش ګزه اوږد ميدان پکار وي. دلچه پيتو ددواړو ټيمونو لوبغاړو ځانونو ته په اتفاق خپل خپل مشر ټاکلى وي چې په مشنډي يا مير بللى شي.
دا شان څه لوبغاړي په مينځي او يو، يو لوبغاړى په کشنډي يادولى شي.
دلچه پيتو شروع کولو نه وړاندې ددواړو ټيمونو دلوبغاړو دشمير برابر داسې ګول ټيکري يا کاڼي پيدا کولى شي چې هغه دډبلې روپۍ په اندازه پلن او اوږد وي چې دغو کاڼو ته په ځينو سيمو کې لچه اؤ په ځينو کې پيتکه ويل کيږي.
دلوبې په شروع کې ددواړو ډلو ميران يا مشنډي شيرختى يا ټاس وولي هره ډله چې ټاس وګټي دقاعدې مطابق هغوي دميدان يو سر کې ودريږي او بائيللې ډله خپلې لچې دميدان په بل سر کې دزمکې دپاسه په داسې ترتيب اودروي چې وړومبى دميرلچه دزمکې دپاسه ښخه وي او بيا دنورو اډيانو(لوبغاړو).
دښخو کړى شوؤ لچو ترمينځ تقريباً يو يو ګز فاصله پريښودى شوي وي.
وړومبى دټاس ګټونکې ډلې مير دميدان ديو سر څخه بل سر کې دمخالفې ډلې دمير لخوا ښخې کړى شوې لچې ته خپله لچه راوولي او کوشش يې دا وي چې ددۀ لچه دمخالف ميردلچې سره زياته جوخته پريوځي.
دمير نه وروستو دډلې نور بغاړي، دخپل خپل حريف لوبغاړي لچې ته په ترتيب سره خپله لچه راوولي او دوي کې هم دهر يو تن داکوشش وي چې خپله لچه دهدف سره نزدې وغورځوي خو ولې دمير په شمول کۀ دهر لوبغاړي څخه دلچې دراغورځولو په وخت دمخالفې ډلې کومه لچه نيغ په نيغه په لچه ولګي او وغورځيږي نو دغه عمل ته ”ګن “ ويلى شي چې نتيجه کې يې ټوله ډله وسوزي .
دلچو راويشتو نوبت بيا مخالفې ډلې ته په لاس ورځي ،
کله چې دډلې مير يا مشنډى خپله لچه دمخالفې ډلې دمشنډې دلچې سره نزدې وولى نو بيا منځني دخپل خپل حريف لچو ته خپلې لچې ورولي او کشنډى خپلې نزدې لچې ته لچه وولي .
دلچې دراغورځولو دعمل نه وروستو هر لوبغاړى ديو لاس دمسواکې او مټې ګُتې او دبل لاس دمنځنۍ ګُتې په مرسته دخپل خپل حريف لچه وولي خو دلته داخبره هم وي چې کۀ مشنډى خپله لچه وولي او ورپسې وار په وار منځۍ او کشنډۍ لچه وولي نو بيا ټول ټيم دمير څخه خپلې خپلې لچې پيتکې ته را وولى او بيا وړومبى مير يا مشنډى ګزار کوي.
کۀ دمشنډي نه پيتکه بچ شي نو ورپسې په ترتيب دمنځني او کشنډي نوبت وي او دا شان چې درې ځله مسلسل ټول لچې پيتکې وولي نو بيا ددغه ټيم مشر دټولو ملګرو پيتکې لاس کې واخلي او په ځانله ځان دمير څخه وار په وار لچي را وولي او دلچو راويشتلو په وخت وايي چې”دادمشنډۍ “ يا”دادمنځنى“ يا”دادکشنډ ى“ دټولو لچو راويشتلو څخه وروستو بيا په دغه لچو وار په وار ميدان کې ښخې کړى شوې لچې وولې او تر کومې چې يې لچه خطا کړې نۀ وي تر هاغه وخته دلچو را ويشتلو او ويشتلو عمل جارى ساتي او نور ملګري يې تر دغه وخته پورې دمخالف ټيم دمشر نه علاوه دنورو لوبغاړو په ملا سوارۀ وي. کومې لچې چې دسورو لوبغاړو مشنډى وولي هغه پيتکې دمخالف ټيم مشنډى دوباره ښخوي.
کله چې دسورو لوبغاړو دمشنډي څخه لچې پيتکې بچ شي نو بيا دمخالف ټيم لوبغاړي سوارۀ لوبغاړي کوز کړي او لچې لاسو کې واخلي او لکه دوړومبي ټيم په شان يې سره دمشنډي ټول لوبغاړي دمير څخه وار په وار خپلې خپلې لچې پيتکې ته راولي او په خپل خپل وار دګُتې په مدد لچې پيتکې اولي کله چې دوي هم لکه دوړومبي ټيم ټولې پيتکې مسلسل درې ځله وولي نو هم د هغه وړومبي ټيم په شان ددې ټيم مشنډى هم ټولې پيتکې لاس کې ونيسي او ملګرو لوبغاړو ته حکم ورکړي چې”ورسوارۀ شئ“ دا شان هر يو لوبغاړى دمخالف ټيم لوبغاړو ته په ترتيب ورسوارۀ شي او لوبه جاري وي.
دسورو لوبغاړو مشر دمير څخه ټولې پيتکې وار په وار لچو پيتکو ته را اولي او دمخالف ټيم مشر پريوتونکې پيتکې ښخوي.
کۀ دسورو لوبغاړو دمشر څخه کومه پيتکه بچ شي نو نمبر يې بايللى وي او دمخالف ټيم لوبغاړي سوارۀ لوبغاړي دملا څخه کوز کړي او پيتکې دمير څخه راوولې،.
خو دلته دا خبره هم دذکر وړ ده چې کۀ دا ټيم پرله پسې درې ځله لچې پيتکې ونۀ ويشتل شي نو بيا به يې نوبت دلاسه ورکړے وي او دمخالفې ډلې نوبت به وي.
دپښتنو په سيمو کې دلچې پيتو تاريخ ډير اوږد دى او لکه څنګه چې پښتو ادب کې دتيرو زرګونو کلونو څخه سينه په سينه ټپه راروانه ده دا شان”لچه پيتو“ لوبه هم تر دې دمه رارسيدلې ده ولې دا خبره هم ديادونې وړ ده چې دنوي کول ډير زلمي د”لچه پيتو“ لوبې څخه خبر نۀ دي او کيدى شي چې دراتلونکي وخت خلق”لچه پيتو“ نوم هم ونۀ پيژندلى شي ځکه چې دشلو پينځه ويشتو کالو راهسې دا لوبه لچه پيتو بيخى له منځه وتلې ده، او اوس يوه علاقه کې هم لچه پيتو نۀ کيږي.
XS
SM
MD
LG