لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور : امريکائي عهديدار په بدني ريمانډ پوليسو ته ورکړل شوى


لاهور : امريکائي عهديدار په بدني ريمانډ پوليسو ته ورکړل شوى
لاهور : امريکائي عهديدار په بدني ريمانډ پوليسو ته ورکړل شوى

د پاکستان په دوهم لويې ښار لاهور کې يوه ورځ وړاندې په ډزو سره ددوؤ شکمنو کسانو وژونکى امريکائي عهديدار دجمعې په ورځ دشپږ ورځني جسماني ريمانډ لپاره پوليسو ته سپارل شوى دى.
دهغه په ضد مقامي پوليسو دقتل مقدمه هم درج کړې ده.
امريکائي عهديدار نن دجمعې په ورځ په سختو امنيتي انتظاماتو کې يوې ښکتنۍ محکمې ته وړاندې کړل شو او دغلته جج هغه دشپږو ورځو په بدني ريمانډ دلاهور پوليسو ته وسپارلو.
دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني په کراچۍ ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي دپيښې پلټنې روانې دي او دپيښې دمکمليدو څخه وړاندې غوڅ بيان نۀ شي ورکول کيدى.
پوليس چارواکي وائي دزيارت په ورځ غرمه مهال دلاهور په مشهور جيل روډ رامينځته شوې پيښې پلټنې روانې دي.
هيله کيږي دقونصل خانې سره منسلک امريکائي عهديدار نن دپاکستان ديوې محکمې ته هم وړاندې کړل شي.
دلاهور دپوليسو مشر اسلم ترين وائي پوليسو دامريکائي وگړي څخه تپوس پوښتنې کړي دي او کيدى شي په هغه ددوؤ قتلونو او په غيرقانوني توگه دوسلې گرځولو تورونه ولگول شي.
هغه وويل ډيپلوماټي عملې ته ځانگړې قسمه حفاظت ترلاسه وي خودمرگ په حقله زۀ ددغه حفاظت په اړه باوري نۀ يم ځکه نو مونږ به په دې حقله په اسلام اباد کې دخارجه دفتر او قانوني مشيرانو سره صلاح مشورې کوؤ.
پوليسو په پيښه کې دککړ امريکائي پيژندگلو دRaymond Davis پۀ نوم کړې ده او وائي چې امريکائي ځان دقونصل خانې ټيکنيکل مشاور يادوي.
په اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې څخه جاري شوي يو بيان کې پخلى شوى دى چې پيښه کې ککړ امريکائي وگړى د قونصل خانې دعملې برخه ده خو دهغه عهده نۀ ده ښودل شوې.
بيان کې په وژنو کې دافسوس څرگندونې کولو په ترڅ کې وئيل شوي دي امريکائي سفارت خانه دپاکستاني چارواکو سره په گډه ددغه پيښې دحقيقتونو معلومولو او هوارولو هڅه کوي.
واشنگټن دوړاندې څخه په پلټنو کې دمکملې همکارۍ باور ورکړى دى.
په لاهور کې دامريکائي قونصل خانې سره دمنسلک عهديدار په وينا وژل شوؤ پاکستاني ځوانانو غوښتل هغه لوټ کړي او په دې غرض يې په هغه تمانچې ايښودې وې چې له دې وروستو يې ډزې پخپله دفاع کې کړي دي.
يو بل پوليس مشر عمر سيد وئيلي دي امريکائي وگړي پوليس افسرانو ته وئيلي دي چې هغه دپيښې څخه لږ ساعته دمخه دATMڅخه پيسې راوستې وې او احتمال کيدو وژل شوي کسان په هغه پسې وؤ.
دپوليسو او عيني شاهدانو په وينا په مقامي نمبر پليټ لرونکي گاډي کې ناست امريکائي وگړي په قرطبه څلور لاري کې دډزو وروستو ددغه ځايې څخه دتيښتې هڅه وکړه او په دغه مهال دقونصل خانې دعملې سره تماس هم ونيول شو چې په دې په يو جيپ کې ناست نامعلوم کسان په تُندۍ کې دهغه دمدد لپاره راورسيدل او په جيپ دټکر له امله په سړک موجود گڼ کسان هم ژوبل شول چې دهغوي څخه يو په روغتون کې ساه ورکړه.
داطلاعاتو له مخې پوليسو په جيپ کې دناستو نامعلومو کسانو په ضد هم يوه بيله مقدمه درج کړې ده.
مقامي ميډيا دپوليسو له خلې وئيلي دي تر دې مهاله پوليسو ته په ډزو دوژل شوؤ کسانو په جرمونو کې دککړتيا ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى.
ناقدين وائي داوسنۍ پيښې په وجه په پاکستاني اولس کې دامريکا ضد جذباتو کې نوره اضافه هم شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG