د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د پرون راهسې د هوا ککړتيا دومره سېوا شوې چې له امله يې نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ سکولونه تړل شوي دي.
په لاهور کې د هوا د ککړتيا له امله د سکولونو د تړلو اعلان وزيراعلی عثمان بزدار په خپله کړی دی.
د راپورونو ترمخه په لاهور کې هوا د ښځلو سوځولو له امله ککړه شوې او هغه اړونده ادارو ته د دغه کار د مخنيوي دپاره لارښوونه کړې ده.
د ځايي ميډيا ترمخه په لاهور کې د هوا د ککړتيا له امله خلک د سختو ستونزو سره مخ دي او په ساه اخيستو کې د تکليف ښکار کيږي.
په لاهور کې د چاپيريال د محکمې ترمخه تېره شپه د هوا ککړتيا تر خطرناک حده سېوا شوې وه.
د موسمياتو د محکمې ويلي چې تېره شپه (د شورو، چارشنبې) د باران له امله په هوا کې ککړتیا يو څه کمه شوې ده.
د صحت پوهان وايي په داسې ککړه هوا کې بايد خلک د کورونو بهر په ښکاره د ګرځېدو نه ډډوه وکړي او په ځانګړي ډول ماشومان د هوا نه بچ وساتي او د اوبو استعمال زيات وکړي.
د لاهور په څېر د هند په پلازمينه نوي دهلي کې د څو راهسې دغه رنګ هوا ککړه ده او علت يې هلته هم د ښځلو سوځول ويل شوي دي.