لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پوهان: د نقيب مسيد په قضيه کې د راو انوار بري کېدل د کمزوري تفتيش او خراب نظام څرګندونه کوي


 راو انوار د فېصلې وروسته ویلي وو چې په هغه د دروغو مقدمه جوړه شوې وه
 راو انوار د فېصلې وروسته ویلي وو چې په هغه د دروغو مقدمه جوړه شوې وه

قانون پوهان وايي د نقيب مسيد په وژنه تورن پخوانی پولیس افسر راو انوار چې عدالت د نورو ملزمانو سره بري کړی، دا په دغه قضيه کې د کمزوري تفتيش څرګندونه کوي، تضادات پکې وو او عدالت د تضاداتو ګټه ملزم ته ورکوي او بري کوي یې.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې وتلې ورځپاڼې ډان نن د دغه قضیې په فېصله د [دننه نه وروست] نظام د سرخط لاندې په ليکلي اداريه کې ویلي، "چې دا فېصله یوه دوکه ده او دا د پاکستان د عدالتي نظام د خرابۍ څرګندونه کوي. او دا فېصله د هغې وړاندوينې نتيجه وه چې د رياست پټو لاسونو راو انوار ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړې وې".

قانون پوهه صلاح الدين ګنډا پور وايي، ده عدالتي لیکلې فېصله ويلې ده، په دغه قضيه کې ډېر کمزوری تفتيش شوی دی 60 ګواهان پکې اېښودی شوي وو او د قتل په قضيه کې چې تفتيش کمزوری وي او ګواهان پکې زیات وي نو تضادات پکې پېدا کیږي او عدالت بيا د تضاداتو ګټه ملزم ته ورکوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، "جج چې د دغه قضیې په فېصله کې د بري کېدو دپاره کومې خبرې کړي په هغې کې کمزورۍ شته هايکورټ کې که ښه وکالت وشو نو دا فېصله واپس کېدی هم شي".

د نقيب مسيد وکیل او کورنۍ ويلي د راو انوار او هغه سره د بري شوو نورو د بري کېدو د فېصلې پرضد به هايکورټ ته ځي او هلته به یې چېلنج کوي.

د خېبرپښتونخوا د پوليسو پخوانی مرستیال مشر رحمت خان مسيد وايي، د دې قضیې په اول سر کې پلټنې سمې روانې وې خو بيا داسې ښکاره شوه چې ګواهان شاته شو، کېدی شي هغوی ځان غېر محفوظه محسوسولو او د راو انوار له اړخه په دې قضيه کې ډېر زور وو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "په تفتيش کې که نيمګړتياوې نه هم وې نو د بل اړخ نه غټ وکيلان وو او بيا په وروستيو کې په تفتيش کې ځينې نيمګړتياوې ښکاره هم شوې او عدالت هم په تفتيش فېصله اوروي ښايي دا قضيه په عدالت کې په سمه توګه وړاندې نه شوه او راو انوار پکې بري کړی شو".

د نقيب مسيد وکیل صلاح الدين پهنور د فېصلې وروسته وي او اې ډيوه ته ویلي وو "د پوليس ضد د پوليس په قضيه کې ثبوت ډېر مشکل وي، ځکه چې تور پوليس لګوي، ملزم يا تورن پولیس وي او ګواه هم پولیس وي نو دوی بيا د يو بل ملاتړ کوي".

راو انوار د فېصلې وروسته ویلي وو چې په هغه د دروغو مقدمه جوړه شوې وه.

د نقیب مسيد وکیل وړاندې هم ويلي وو چې په دې قضيه کې ځينې ګواهان په شا شوي او دوی عدالت او پوليس محکمې ته دغه خبره په ګوته کړې هم وه.

خو ګنډا پور وايي د ګواهانو د تحفظ دپاره عدالت ته په ليکلې بڼه خواست کول غواړي عدالت پکې بیا اسانتیاوې برابروي.

د نقيب مسيد ورور عالم شېر وايي دوی چې فېصله واورېده حېرانه پاتې شو، هغه وویل "د حېرانتيا علت یې دا وو چې دغه مقابلې ته پوليسو په خپله جعلي ويلي وو او چيف جسټس، ارمي چیف او وزیراعظم دوی ته د انصاف ورکولو باور ورکړی وو خو دوی ته انصاف ترلاسه نه شو".

هغه وویل دوی به دغه فېصله په هايکورټ کې چېلنج کوي په شا کيږي ترې نه.

په ټولنيزو رسنیو په ياده فېصله اوس هم بحثونه کيږي، ډېرو کسانو يادې فېصلې ته د انصاف قتل ويلي دي.

ډان د خپلې اداریې په اخره کې ویلي، په قومونو کې داسې پېښې کيږي خو هغوی ترې بيا ځان اوباسي د نقيب مسيد په قضیه کې که انصاف ترلاسه نه شو نو د خلکو مايوسي به نوره هم سېوا شي.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی نقيب مسيد د کال 2018 په 13 جنورۍ په کراچۍ کې په يوه پولیس مقابله کې وژل شوی کومې مقابلې ته چې د پوليسو ګډې پلټنيزې کمېټۍ جعلي وو خو دوه ورځې وړاندې د ترهګرۍ ضد عدالت د نقيب مسيد په وژنه تورن پخوانی پوليس افسر راو انوار سره د نورو ملزمانو بري کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG