لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هايکورټ د تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ د 43 غړو د څوکو څخه لرې کولو حکم معطل کړی

په 17م جنورۍ د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د پاکستان تحريک انصاف ګوند د35 غړو استعفاګانې منظورې کړې وې او د انتخاباتو کمېشن د پارليمان د منتخب غړو په توګه د دغو ټولو کسانو د رکنیت د منسوخۍ اعلان کړی وو.

لاهور هایکورټ د الېکشن کمېشن لخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د 43 غړو د څوکو څخه لرې کولو حکم معطل کړی او په دغو خالي شوو څوکیو یې د ضمني انتخاباتو ودرولو ویلي دي چې د بل حکم پورې به دغه انتخابات نه شي کولی.

د راپورونو ترمخه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ غړي رياض فتيانه لاهور هايکورټ ته د ګوند د غړو د استعفاګانو منظورولو پرضد خواست کړی وو.

د شورو/چهارشنبې په ورځ د لاهور هايکورټ جسټس شاهد کريم په دغه خواست اورېدنه کړې او په اورېدنه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند وکیل بېرسټر علي ظفر عدالت ته ویلي چې په استعفاګانو منظورولو کې قانوني تقاضې نه دي پوره کړی شوي.

هغه ويلي، د استعفاګانو منظورولو نه وړاندې ياد غړي د اسپيکر په وړاندې په خپله نه دي حاضر شوي او اسپيکر یې استعفاګانې منظور کړي دي.

د عدالت څخه خواست شوی وو چې عدالت دې د قومي اسمبلۍ د اسپيکر لخوا د غړو د استعفاګانو منظورولو او د الېکشن کمېشن لخوا د دوی د څوکيو خالي ګرځولو اعلاميه دې معطل کړی شي.

او عدالت بيا د الېکشن کمېشن حکم معطل کړی او په دغو څوکيو یې د ضمني انخاباتو د بل حکم پورې ځنډولو امر کړی دی.

په 23 جنورۍ د قامي اسمبلى د اسپيکر له خوا د تحريک انصاف ګوند د 43 غړو د استعفاګانو منظورولو سره د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګوند دغړو استازيتوب ختم شوى وو.

تير کال د اپريل مياشت کې د تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ غړو وروسته له هغې په احتجاجي ډول د قامي اسمبلۍ د غړیتوب نه په ګډه استعفاګانې ورکړې وې چې مخالفو ډلو د هغه وخت وزیراعظم عمران خان د بې باورۍ دتحریک له لارې دخپلې څوکۍ نه لرې کړی وو.

اسپيکر بيا په څلورو پړاوونو کې د تحریک انصاف ګوند 122 غړو ټولې استعفاګانې منظور کړې وې.

په 27 جنورۍ د پاکستان الېکشن کمېشن يا د ټاکنو کمېشن اعلان کړی وو چې د قومي اسمبلۍ په 33 حلقو به په 16م مارچ ضمني انتخابات کولی شي.

د قومي اسمبلۍ په يادو حلقو کې اته حلقې د خېبرپښتونخوا او يوه د کوټې ده، پاتې د پنجاب او کراچۍ دي.

په 17م جنورۍ د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د پاکستان تحريک انصاف ګوند د35 غړو استعفاګانې منظورې کړې وې او د انتخاباتو کمېشن د پارليمان د منتخب غړو په توګه د دغو ټولو کسانو د رکنیت د منسوخۍ اعلان کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG