لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د مسيدو قومي جرګې په سیمه کې په ناامنۍ اندېښنه څرګنده کړې


د جنوبي وزیرستان مسید قام دا غوښتنې په داسې حال کې کړې چې په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات کړي او ویلي يې دي د عملیاتو په پایله کې دغه سیمه د ترهګرو څخه پاکې کړل شوي دي
د جنوبي وزیرستان مسید قام دا غوښتنې په داسې حال کې کړې چې په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات کړي او ویلي يې دي د عملیاتو په پایله کې دغه سیمه د ترهګرو څخه پاکې کړل شوي دي

د جنوبي وزيرستان په سراروغه سیمه کې تیره ورځ د مسیدو قومي جرګه شوې چې پکې په علاقه کې د ناامنۍ په پښو اندېښنه څرګنده شوې او ویلي يې دي د علاقې خلک بیا خپلې سیمې په پریښولو محبور شوي دی.

په جرګه کې د امنیت د ټینګښت، د بیا پوځي عملیاتو د مخنیوي او حکومتي عملدارۍ پرځای کولو غوښتنې شوي دي.

د جنوبي وزیرستان مسید قام دا غوښتنې په داسې حال کې کړې چې په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد د راه نجات په نوم پوځي عمليات کړي او ویلي يې دي د عملیاتو په پایله کې دغه سیمه د ترهګرو څخه پاکې کړل شوي دي.

د راه نجات عملیاتو د علاقې یو نیم لک کورنۍ په خپلو کورونو پرېښودولومحبورې کړې وې او په 2017 کې حکومت ویلي وو د عملیاتو په پایله کې بې کوره شوې ټولې کډوالې کورنۍ بیرته خپلو علاقو ته واپس کړی شوي دي.

د جرګې د مشرانو په وینا د دې جرګو دا لړۍ به روانه وي او بله جرګه به د اکتوبر د میاشتې په پینځمه د جنوبي وزیرستان کوټکۍ سیمه کې کیږي چې پکې به د شوو پریکړو په اړه اینده تګلاره ټاکل کیږي.

د جرګې په اعلامیه کې ویل شوي تر پوځي عملیاتو وروسته دوی ته ویل شوي وو چې دا سیمه د هر قسمه ناامنۍ نه پاکه کړل شوې خو دغلته حالت د تسلۍ وړ نه دي او علاقې خلک بیا د کورونو په پریښولو مجبور دي.

دا په داسې حال کې چې دا قبایلي سیمې په صوبه کې شاملې کړل شوې او د ځایي خلکو نه بیا په علاقه کې د امن پرځایې کولو غوښتنې کیږي او دوی ته ویل کیږي چې د امن د پاره دې په خپله ګامونه پورته کړي که نه وي نو دغلته به بیا په عملیاتو لاس پوري کړي.

دوی ویلي که حکومت دغلته بیا عملیات کوي دا کار غېر ایني دی او امنیت د ټینګښت دپاره دې داسې ګامونه واخلي چې پکې د علاقې د خلکو سر، مال او کاروبار محفوظ وي.

هغوي ویلي که دغلته په بشپړه ډول امن نشي پرځای کولی بیا له دوی سره خپلې سیمې پریښولو بله لار نشته خو د دوی د سر، مال او کاروبار د تاوان زمه دار به حکومت وي.

د علاقې حکومتي چارواکي وایي حالت په قابو کې دي. د پاکستان اساسي قانون دغلته غځول شوی او دغلته به هر ګام د ایین او قانون سره سم اخستل کیږي او چې څوک د ایین سرغړونه کوي د هغوي پرخلاف به قانوني چلند کیږي.

د مسید قام روایتي جرګې غړی خاز الله وویل د واپسۍ پرمهال دوی ته په علاقه کې د امنیت باور ورکړل شوی وو خو اوس دغلته ټوله شپه د امنیتي ځواکونو له چیک پوسټو ډزې او توپې کارول کیږي دوه ورځې وړاندې مکین په رازین سیمه کې جنګي جهازونو او هیلي کاپټرو بمبار کړی وو.

هغه وویل د دغو پیښو وروسته په خلکو کې سخته ویره خوره شوې او د علاقې په کاروبار یې بدې اغیزې کړي دي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل په علاقه کې په شمېر ترهګر موجود دي چې د برید ورسته بیا د ځایي خلکو سره پټ شي.

هغه وویل حالات په قابو کې دي او دا په شمېر ترهګر ځایي خلک د ډهال په توګه کاروي او چې د کوم ځایي نه امنیتي ځواکونو ته د ترهګرو د موجودیت مالومات ترلاسه کیږي پرضد یې کاوایي کوي.

هغه وویل خلکو ته ویل شوي چې ترهګرو ته د پناه ورکولو په ځای د هغو د موجودیت اطلاع امنیتي ځواکونو ته ورکوي د پاکستان پوځ د هر قسمه ترهګرو سره جګړې صلاحیت لري او ځایي خلک دې په کې د حکومت سره مرسته وکړي.

د جرګې یوه بل غړي ملک رشید خان وویل که طالب دی او که پوځي ځایي خلک د دوی په وړاندې بې وسه دي.

هغه وویل دغلته ټول هغه خلک ژوند کوي چې غریبانان دي له خپلو سیمو نه لرې د کرایې کورونو مخه نه ویني او له مجبورې نه دغلته ژوند په تیرولو مجبور دي.

هغه وویل شتمنو خلکو خپل کورونه پریښي او حکومت دې دوی ته په علاقه کې د امنیت په ځای کړي.

جرګې ته په وېنا کې د مسید قام یو مشر بادشاهي خان ویلي په علاقه کې په دوی په یو وخت څلور قسمه حکومتونه نافظ دې چې پکې پاکستانی پوځ، پولیس، حکومت ته تسلیم شوي طالبان یا سرینډر او بد طالبان شامل دي.

هغه ویلي په دې حیران دي چې ځایي خلک د چا ومني د دوی په لاس کې ټوپک دی چې د یو مني بل بیا ګواښونه ورکوي او ځوروي یي.

د پي ټي ایم فعال رحمت شاه مسید وویل دا اوومه جرګه ده چې د ناامنۍ پرضد د جنوبي وزیرستان د مسیدو په سیمه کې کیږي خو تر اوسه د دوی د امن په غوښتنه عمل نه دی شوی.

هغه وویل دوی اندېښنه لري دغلته بیا نوې نا امني راوړل کیږي خو دوی به په پرامنه طریقه سره دې ناامنۍ مخنيوی کوي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د ضلعې انتظامیې او پولیسو مشر سره د رابطه هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

خو د علاقې امنیتي سرچینو وویل د علاقې وضعیت په قابو کې دی او د امنیت د ټینګښت د پاره پوځ موجود دی چاته هم د علاقې د امن د خرابولو اجازه نه ورکوي.

د جرګې په تړاو یې وویل دا سیاسي مسله ده او سیول حکومت سره اړه لري.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG