لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملالې د زېږون ورځ په ایتهوپیا کې د ښځو فعالینو سره تیره کړه


د نوبل د سولې جاېزه ګټونکې یواځینۍ پښتنې ملاله یوسفزۍ د خپل زېږون ۲۲مه کلیزه د ایتهوپیا په سرښار ادېسابابا کې لمانځلی.

نوموړی په ټوېټر د هغه ټولو خلکو نه مننه کړې چې هغې ته يې د زېږون د ورځې مبارکي ورکړی.

ملاله په یوعکس کې د ایتهوپیا د فعالینو سره ناسته ښکاري او وايي دا ورځ د دوي سره د تعلیم او برابرۍ په اړه د ځان پوهولو په هڅو کې تیروي.

د ملاله فنډ لخوا خپور شوي یو ټوېټ کې د ملاله د خلې لیکل شوي ٫٫ ډیره ویاړ یم چې څه مو تر اوسه ترلاسه کړي، خو ۱۳۰ مېلینه ښځې جینکۍ اوس هم د سکولونو نه بهر دي او ډیر څه کول پکار دي.٬٬

ملاله یوسفزۍ د پاکستان د خېبر پښتونخوا په سوات کې زیږیدلې. نوموړې او د هغې پلار ضیاالدین یوسفزۍ په سوات کې د ۲۰۱۲ - ۲۰۰۸ کې د طالبانو او تندروو پرضد پېژندلې څیرې وې.

طالبانو د سولې او د جینکو د تعلیم لپاره د ملاله د کوششونو مخالفت کوو او بیا یې په ۲۰۱۲م کې د هغې د وژلو ناکامه هڅه هم کړې وه.

د نوبل کمېټۍ بیا په ۲۰۱۴م کې د ملاله یوسفزۍ د کوششونو د منلو په لړ کې هغې ته د سولې انعام ورکولو فیصله اوکړه.

د ملاله د زیږدنې په ۲۲مه کلیزه ضیاالدین یوسفزۍ هغې ته یو (انځور) یا پېنټنګ ډالۍ کړی. په دغه انځور کې ښځې کوم منزل پله روانې ښکاري.

ضیاالدین وایي دغه انځور يې په ادیسابابا کې د ملاله لپاره اخستی وو. نوموړي ویلي چې دغه پېنټنګ ماته د ملاله هغه خبره رایادوي ٫٫ مونږ تر هغې پوره نه شو کامیابېدی تر څو چې مو خپله نیمه برخه (ښځې) شاه ته پرېښودي وي.٬٬

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG