د زیږیدنې د اتلسم کال په موقع نوبل انعام گټونکې ملاله یوسفزۍ لبنان کې د شام مهاجرو جینکو دپاره سکول پرانستلو.
د ملاله فنډ لخوا جاري شوی بیان وايي د لبنان بکا وادۍ کې ملاله یوسفزۍ ال گرلز سکول به شام نه هجرت کونکو ٢٠٠ جینکو ته د تعلیم سهولت ورکوي.
د شام مهاجرین د بکا وادۍ په مختلفو کیمپونو کې ژودن کوي.
دریمې سالانه ملاله ورځ په موقع، ملاله فنډ د اردن په ارزق کیمپ کې د جینکو سکول سره مرستې دپاره ٢٥٠٠٠٠ ډالرې مالي امداد یونیسف او یواین ایچ سې ار ته ورکړو.
"زه فخر محسوسوم چې د زیږیدنې اتلسمه ورځ د شام بهادرو جینکو سره نمانځم،" ملاله وویل.
"په دې ورځ ځما ددې هیواد، ددې سېمې او د نړۍ مشرانو دپاره پیغام دی چې تاسو د شام خلک ته ناکامه شوي يي، په خصوصي توگه د شام ماشومانو ته تاسو ناکامه شوي يي،" ملاله وویل.
د ملاله ډی په مناسبت، د نړۍ په گوټ گوټ کې خلکو د ملاله فنډ د بکس ناټ بلټس کیمپین کې برخه واخیسته چې د جینکو تعلیم اهمیت په ډاگه کړی شي.
د نړۍ لویو تعلیمي ادارو ترڅنگ، ملالا فنډ د نړۍ په مشرانو غږ کړی چې د تعلیم کې دې ٣٩ میلینه ډالره مصرف کړي او د عسکري اخراجاتو یوازې اته ورځو برابر پیسې ته په تعلیم ولگوي. ملاله غواړي چې جینکو ته دې د ١٢ درجې پورې ویړیا معیاري تعلیم یقیني کړی شي.