نن په نیویارک ښار کې ملګرو ملتونو ته د پاکستان مشهورې تنکۍ طالبعلمې ملاله یوسفزي ویلې په هغې د طالبانو حملې هغې ته نور طاقت/ امید او حوصله ورکړې.
ملاله یوسفزۍ د پخوانۍ وژل شوې وزیراعظمې بې نظیر بهټو لوپټه په سر کړې وه. او د تقریر په وخت، د ملګرو ملتونو د مشر بان کي مون په ګډون ناستو مشرانو او ځوانانو څو څو ځله لاسونه وپړقول. ملالې وویل طالبانو غوښتل چې په ګولۍ هغه خاموشه کړي. خو هغوي په دغه کار کې ناکامه شوي دي.
نوموړی وویلی ننۍ ورځ دا ښايي چې قلم د تورې نه تیره دی.
ملاله یوسفزۍ وویل د طالبانو ځامنو او لونړو لپاره تعلیم غواړي او زیاته ېي کړه د امن پیغام د مسلمانانو پیغمبر حضرت محمد (ص)، حضرت عیسې علیه السلام، ګوتم بده، محمد علي جناح او خان عبدالغفار خان باچا خان نه اغستې دی.
د ملاله یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې وینا به نړۍ کې یو شمیر نشریاتي ادارو نیغ په نیغه نشر کړیده. هغی د نړۍ په مشرانو غږ کړیدی چې په سیمه او وروستو پاتې هیوادونو کې په تعلیم سوا کولو زور ورکړي.
ملاله په کال ۲۰۱۲م کې طالبانو په سوات کې ویشتې وه او د ژوبل کیدو وروستو د علاج لپاره لندن ته رسول شوي وه.
دجمعې په ورځ دخپل زيږون دورځې په موقع ملالې يوسفزۍ دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ کې دوينا په مهال په ډاگه کړې ده چې ترهه گرو غوښتل دگولۍ په ذريعه به هغه خاموشه کړي ، خو هغوي په دغسې کولو کې ناکامه شوي دي.
ملالې وويل” هغوي گڼله چې گنې مونږ به خاموش کړي، خو ناکام شول، دهاغه خاموشۍ څخه په زرگونو غږونه راپورته شول، ترهه گرو سوچ کولو چې گنې زما مقصدونه اؤ ارادې به بدلې کړي ، هيڅ هم بدل نۀ شول ، خو دا کمزوري، ويره اؤ نااميدي مړۀ شوه اؤ مضبوطتيا، همت اؤ جذبه وزيږيده“
په 9 اکتوبر،کال 2012 کې د ښځو دتعليم مخالفو وسله والو طالبانو دخيبرپښتونخوا دسوات په مينگوره سيمه کې هاغه مهال په ملالې يوسفزۍ قاتلانه حمله کړې وه چې هغه دسکول په يو بس کې دسکول دخپلو نورو دوؤ ملگرو سره راروانه وه، په دغه حمله کې دملالې ترڅنگ دوه نورې ملگرې هم ژوبل شوې وې.
دنيشنل يوتهـ پيس جائزه گټونکې ملاله يوسفزۍ په دغه حمله کې دتندي په کيڼ اړخ په گولۍ لگيدلې وه.
په جرائتمندانه انداز کې ملالې يوسفزۍ جنرل اسمبلۍ کې دخپلې وينا په مهال وويل ” دډيرو په مينځ کې يوه جينۍ، زۀ دخپل ځان لپاره نۀ غږيږم ، بلکې دټولو جينکو اؤ هلکانو لپاره وايم،زۀ خپل غږ دچغې لپاره نۀ پورته کووم ، بلکې دهاغو لپاره يې پورته کوم چې غږ نۀ لري ، ترڅو دهغوي غږ واوريدل شي“
ملالې وويل که چرې هاغه تن کوم چې په هغې گولۍ چلولې وه، دهغې په وړاندې راوستل شي ، نو هغه به پرې ځوابي ډز نۀ کوي.
هغې وويل” تعليم يواځينى حل دى، يو ماشوم، يواستاذ، يو کتاب اؤ يو قلم نړۍ بدلولى شي“
دخپلې وينا وروستو ملالې يوسفزۍ ته د دستورې برخه والو د خپلو چوکو څخه په اودريدو لاسونه وپړقول.
١٢ مئ چې دملالې دزيږون ورځ هم ده ، اؤ هغې په دغه ورځ په لمړي ځل دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وينا هم وکړه ،دملگرو ملتونو په غږ دغه ورځ په ټوله نړۍ کې دملالې دورځې په توگه نمانځل کيږي.
دتعليم لپاره دملگرو ملتونو نړيوال استازي اؤ دبرطانيې پخواني وزيراعظم گورډن براؤن ملاله يوسفزۍ په ټوله نړۍ کې تر ټولو ميړنۍ جينۍ گرځولې.

په ياد ساتئ، دملالې ورځ زما ورځ نۀ ده، نن دهاغې هرې ښځې، هر هلک اؤ هرې جينۍ ورځ ده چې دخپلو حقونو لپاره يې غږ پورته کړىملالې يوسفزۍ
د ملاله یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې وینا به نړۍ کې یو شمیر نشریاتي ادارو نیغ په نیغه نشر کړیده. هغی د نړۍ په مشرانو غږ کړیدی چې په سیمه او وروستو پاتې هیوادونو کې په تعلیم سوا کولو زور ورکړي.
ملاله په کال ۲۰۱۲م کې طالبانو په سوات کې ویشتې وه او د ژوبل کیدو وروستو د علاج لپاره لندن ته رسول شوي وه.
دجمعې په ورځ دخپل زيږون دورځې په موقع ملالې يوسفزۍ دملگرو ملتونو جنرل اسمبلۍ کې دوينا په مهال په ډاگه کړې ده چې ترهه گرو غوښتل دگولۍ په ذريعه به هغه خاموشه کړي ، خو هغوي په دغسې کولو کې ناکامه شوي دي.
ملالې وويل” هغوي گڼله چې گنې مونږ به خاموش کړي، خو ناکام شول، دهاغه خاموشۍ څخه په زرگونو غږونه راپورته شول، ترهه گرو سوچ کولو چې گنې زما مقصدونه اؤ ارادې به بدلې کړي ، هيڅ هم بدل نۀ شول ، خو دا کمزوري، ويره اؤ نااميدي مړۀ شوه اؤ مضبوطتيا، همت اؤ جذبه وزيږيده“
دډيرو په مينځ کې يوه جينۍ، زۀ دخپل ځان لپاره نۀ غږيږم ، بلکې دټولو جينکو اؤ هلکانو لپاره وايم،زۀ خپل غږ دچغې لپاره نۀ پورته کووم ، بلکې دهاغو لپاره يې پورته کوم چې غږ نۀ لري ، ترڅو دهغوي غږ واوريدل شيملالې يوسفزۍ