د امن نوبل انعام ګټونکي د خېبرپښتونخوا د سوات ملاله یوسفزۍ او د هغې خاوند د اکېډمي اوارډز په ۹۵ دستوره کې د نورو مشهورو شخصیاتو تر څنګ شرکت وکړو.
د امریکې د فلمي صنعت تر ټولو لوی انعام اسکرز ورکولو دپاره د اکېډمي اوارډز ۹۵ دستوره د اتوار، يکشنبې، په شپه په لاس اېنجلس ښار کې وشوه.
په دستوره کې اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي ملاله د سپينو زرو د رنګ لباس اغوستی و چې د هغې سر يې هم پټولو. دغه لباس مشهورې کمپنۍ رېلف لارن تیار کړی و.
ملاله د سټرېنجر اېټ د ګېټ یا په دروازه اجنبي نومې د فلم پروډیوسره هم ده. هغه وویل د هغې لباس د امن، محبت او د هم اهنګۍ نمایندګي کوي.
د ۲۵ کلنې ملاله فلم سټرېنجر اېټ دي ګېټ د وړو دستاوېزي فلمونو په برخه کې نامزد شوی و.
اېوري تېنګ اېوري وېیر ال اېټ ونس نومې فلم اووه اېوارډز وګټل.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي