لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: د اسرایلي حکومت د نړیوالو قوانینو سرغړونې او جنګي‌ جرمونه مې غندلي او غندم به یې


د سولې لپاره د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له هېلري کلنټن سره پر خپل ګډ هنري‌ کار د خلکو له نیوکو وروسته سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې د غزې د خلکو ملاتړ او د اسرایلو د اقداماتو غندنې ته به دوام ورکوي.

ملالې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ایکس او انسټاګرام په یوه بیان کې ویلي، دا غواړي چې خلک د غزې د خلکو لپاره د دې پر ملاتړ د شکونو ښکار نه شي ځکه چې وایي دا پر خپل دریځ ولاړه ده.

ملاله وایي‌ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په غزه کې د فلسطینیانو خلاف بې رحمه ظلمونه روان دي او تېره اوونۍ چې د غزې په النصر او الشفا روغتونونو کې اجتماعي قبرونه وموندل شول دا زښته زیاته زړه بوږنوونکې پېښه ده:

"د اسرایلي حکومت د نړیوالو قوانینو سرغړونې او جنګي‌ جرمونه مې غندلي او غندم به یې او زه د هغو هڅو ستاینه کوم چې د [اسرایل] د حساب ورکولو پرېکړه یې کړې".

که څه هم هېلري کلینټن د تېر کال په نومبر کې په ښکاره توګه د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، خو د حماس د ځپلو لپاره یې د پوځي کمپاین ملاتړ کړی او د ډزبندۍ غوښتنې یې رد کړې وې ځکه چې د دې په وینا ډزبندي به حماس نور پیاوړی کړي.

ملالې یوسفزۍ په خپل بیان کې ویلي، په ښکاره او خصوصي توګه به د نړۍ پر مشرانو ږغ کوي چې ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي او غزې ته د بیړنیو بشري مرستو د رسولو ډاډ ترلاسه کړي:

"موږ نه غواړو نور مړي، سکولونه په بمونو الوتلي او ماشومان په لوږه کې ووینو، موږ پوهېږو چې بیړنۍ ډزبندي ډېره ضروري ده".

ملاله یوسفزۍ وایي دا به پر بېګناه خلکو د هر ډول تشدد خلاف ولاړه وي چې وایي په هغوی کې بندیان او یرغمل کړي کسان هم شامل دي، وایي "زه د غزې له خلکو سره یم او د هغوی غوښتنې باید واورېدل شي".

پر ملالې یوسفزۍ نیوکې ولې کیږي؟

ملالې د اسرایل او حماس تر منځ په غزه کې د روانې جګړې په اړه خپل سپیناوی ځکه کړی چې پر ټولنیزو رسنیو له څو ورځو راهیسې پر هغې له دې کبله نیوکې روانې دي چې له هېلري کلینټن سره ګډ هنري کار کړی دی.

ملالې یوسفزۍ د امریکې د بهرنیو چارو له مخکینۍ وزیرې هېلري کلینټن سره د «سفس» په نوم د موسیقۍ پر یوه براډوې پروګرام باندې کار کوي چې د اپرېل پر 18مه په نیویارک کې لومړی ځل نندارې ته وړاندې شوې.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د موسیقۍ په دې پروګرام «سفس» کې په شلمه پېړۍ کې په امریکا کې د ووټ یا رایې د حق لپاره د ږغ پورته کوونکو امریکایي ښځو مبارزه ښکاره کړی شوې ده.

د یادونې وړ ده چې هېلري کلینټن د مخکیني صدر بارک اوباما د واکمنۍ په مهال د امریکې د بهرنیو چارو وزیره وه، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې پر وسلوالو طالبانو د ډرون بریدونو د اقداماتو مشري یې کوله.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG