لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملیشیا عدالت د پخواني وزیراعظم سزا پرځائې ساتلې


د نهې یا سه شنبې په ورځ د فیډرل کورټ د ججانو د یوې ډلې لخوا د هغه اپیل د رد کیدو ورسته ٦٧ کلن انور ابراهیم په مسکا د خپلې کورنۍ غړو ته غاړه ورکړه. ججانو په خپله فیصله کې وویل د انور ابراهیم خلاف کوټلې ثبوتونه موجود دي چې کال ٢٠٠٨ کې د يو مرستیال سره هم جنسه فعل کړی وو
د نهې یا سه شنبې په ورځ د فیډرل کورټ د ججانو د یوې ډلې لخوا د هغه اپیل د رد کیدو ورسته ٦٧ کلن انور ابراهیم په مسکا د خپلې کورنۍ غړو ته غاړه ورکړه. ججانو په خپله فیصله کې وویل د انور ابراهیم خلاف کوټلې ثبوتونه موجود دي چې کال ٢٠٠٨ کې د يو مرستیال سره هم جنسه فعل کړی وو

د ملیشیا تر ټولو لوې عدالت د حزب اختلاف مشر انوار ابراهیم ته په هم جنسه فعل کې د ککړتیه په سر ورکړی شوي د قید سزا قرار وساتله چې د انساني حقوقو تظیمونه وايی قزیه د انوار ابراهیم سیاست تباه دپاره جوړه کړی شوي ده.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د فیډرل کورټ د ججانو د یوې ډلې لخوا د هغه اپیل د رد کیدو ورسته ٦٧ کلن انور ابراهیم په مسکا د خپلې کورنۍ غړو ته غاړه ورکړه. ججانو په خپله فیصله کې وویل د انور ابراهیم خلاف کوټلې ثبوتونه موجود دي چې کال ٢٠٠٨ کې د يو مرستیال سره هم جنسه فعل کړی وو.

د اپیل د ردیو د فیصلې ورسته، په ټویټر یو پیغام کې انور ابراهیم وویل "الله ځما گواه دی. زه به خاموشه نشم. زه به تسلیم نشم."

کال ٢٠١٢ کې انور ابراهیم د الزاماتو نه بري شوی وو خو تیر کال د اپیلونو یو عدالت په خپله لانجمنه فیصله کې د انور ابراهیم د بري کولو فیصله خارج کړه او هغه ته يي پنځه کاله د قید سزا واوروله. او نهې په ورځ فیډرل کورټ یا وفاقي عدالت د انور ابراهیم د قید سزا برقرار وساتله.

دا یقیني خبره گڼلی کیږي چې د قید سزا به د انور ابراهیم سیاست ختم کړي. هغه نائب وزیراعظم پاتې شوی او د موجوده حکومت تر ټولو لوې حریف دی.

انور ابراهیم د دریو پارټیو د ائتلاف مشر دی چې د کال ١٩٥٧ راهسې په اقتدار کې د واک من سیاسي اتحاد مخالفت کوي.

د انساني حقوقو تنظیم هیومن رائټس واچ د ایشیا چارو مشر فل رابرټسن په ټویټر د انور ابراهیم د مقدمې په هکله ویلي حکومت دغه مقدمه په سیاسي بنیادونو شورو کړې ده او په عدالت کې چې څه ویل شوي د مقدمې سیاسي نوعیت نه بدلوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG