لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غلط عکس ښودلو پاکستانۍ استازې ته بخښنه غوښتل پکار ده؟


په ملګروملتونو کې د پاکستانۍ استازې ملیحه لودي لخوا د غلط تصویر ښودلو پر سر د ملنډو سره سره د پاکستان وتلې ورځپاڼې اېکسپریس ټریبیون په خپله مقاله (اداریه) کې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د بخښنې د غوښتلو وړاندیز کړیدی.

اېکسپریس ټریبیون د سپټمبر د ۲۶مې ګڼې په اداریه کې لیکلي چې د هند رسنیو ددغه غلط انځور په ښودلو باندې مسخرې کړیدي او وايي په راتلونکې کې په کار ده چې د داسې انځورونو او حقیقتونو له وړاندې کولو څخه مخکې باید د هغوي پوره کره والی باوري شي.

د پاکستان یوې بلې وتلې ورځپاڼې ډان بیا لیکلي چې په ملګروملتونو کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته باید د پاکستان لخوا سم ځواب ورکړل شوی وایي خو داسې ښکاري چې پاکستان دغه موقع له لاسه ورکړه.

ډان په خپلې مقاله (اداریه) کې وړاندې لیکلي چې هند او پاکستان په خپلو کې د شته ستونزو د حل پر ځای یو بل ته په کنځلو کولو باندې بوخت دي او ټوله بهرنۍ نړۍ یې ننداره کوي.

تیره هفته په ملګرو ملتونو کې د وینا په مهال د پاکستان استازې ملیحه لودي یو عکس مخامخ کړ او وی ویل چې "هند د ترهګرۍ مور ده." هغې زیاته کړه چې دغه عکس د هغه کشمیرۍ جینۍ دی چې هندي عسکرو پرې ډزې کړیدي.

خو بیا معلومات رامخته شول چې دغه تصویر په حقیقت کې د یوې ژوبلې فلسطینۍ جینۍ دی چې په کال ٢٠١۴ کې فوټوګرافر هیډي لیواین په غزه کې اخیستیی دی.

د ملیحه لودهي د دغه وینا ورسته په هند او پاکستان کې په میډیا او په ټویټر خلکو نه یوازې ټوکې خنداګانې وکړې بلکې تاوده بحثونه هم وشول او ویل کیدل چې میرمن لودهي ته پکار وه چې اول يې د عکس په اړه معلومات کړی وی.

د پاکستاني استازې د تقریر په جواب کې په ملګرو ملتونو کې یو هندوستاني سفارتکار وویل ملیحه لودهي د ملګرو ملتونو عمومي شورا د ګمراه کولو او یوه "مکمله غلطه بیانیه" یې د "جعلي تصویر" دلارې د خپرولو کوښښ وکړو.

د ملګرو ملتونو غونډې ته د غلط تصویر ښودلو په سر، د هندوستان او په شوسل میډیا د ملنډو په جواب کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دفتر ویلي هندوستان نه خو په دروغو ویلو حقیقت او نه د یو عکس په شا په کشمیر کې خپل زور زیاتی او قتلونه پټولی شي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دپاره د پاکستان نماینده دفتر په یو بیان کې وویل "هندوستان چې په کشمیر کې بې ګناه خلک وژني او زور زیاتی ورسره کوي د یو تصویر په شا پټیدل غواړي."

د کشمیر په سر د پاکستان او د هندوستان ترمنځ سفارتي تاوتریخوالی او تاوده تراخه بیانونه څه نوي خبره نه ده. کشمیر د دواړو هیوادونو په منځ کې ویشل شوی دی خو دواړه په مکمله سیمه د ملکیت دعوې لري او د کشمیر په سر یې تر وسه پورې درې جنګونه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG