په پاکستان کې دتيرو څو ورځو په مهال ترسره شوؤ بمي چاؤدنو په پيښو دتبصرې کولو په مهال ددغه هيواد دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وئيلي دي تندلاري په دغسې بريدونو رامينځته کولو دهيواد دننه فرقه ييز توپير رامينځته کول غواړي ، خو هغوي به دغسې کولو کې بريالي نۀ شي.
رحمان ملک دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې پاکستاني طالبانو اوړمه ورځ دپنجاب ايالت سرښار لاهور او تيره ورځ دبلوچستان ايالت سرښار کوئټه کې داقليتي شيعه ورورولۍ په لاريون او جلوسونو کې دترسره شوؤ ځانمرگي بريدونو مسؤليت قبول کړو.
په ډاگه دې وي چې دلاهور دشورو په ورځ ترسره شوي ځانمرگي بريدونو کې خواؤشا 40 اؤ دجمعې په ورځ په کوئټه کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 65 کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې دخونړي سيلاب راتللو څخه راپديخوا په لاهور او کوئټه کې ترسره شوي دغه تر ټولو ستر بريدونه وؤ چې پکې په دومره لويه پيمانه مرگ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني چارواکو ددغو بريدونو څخه وړاندې وئيلي وؤ په سيلابي وضعيت کې دتندلارو لخوا کومه داړي گړي پيښه رامينځته کول دتندلارو په ضد په اولس کې سخته غم او غصه راپارولى شي.
پرون دجمعې په ورځ پاکستاني طالبانو په امريکا او اروپائي هيوادونو دبريدونو ترسره کولو دړکه هم کړې وه.
پاکستاني طالبانو په امريکا او اروپائي هيوادونو کې دبريدونو ترسره کولو دغه دړکه دوه ورځې وروستو له هغې وکړه چې امريکا پاکستاني طالبان دبهرنيو ترهه گريزو تنظيمونو پخپل لسټ کې شامل کړل او پاکستان دامريکا لخوا داخستل شوي دغه گام هرکلى وکړو.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک په اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وويل دهيواد په شمال لويديز کې جوړو خپلو ځالو کې په يو شمير پوځي عملياتو کې دماتې خوړلو وروستو دالقاعده سره تعلق لرونکي تندلاري اوس هڅه کوي
رحمان ملک زياته کړه فرقه واريت چې 62 کاله وړاندې موجود ؤ تندلارو ورته دتازه کولو لپاره بيا اور بل کړو.
دکورنيو چارو وزير خبردارى ورکړو چې دغه تندلاري دکمزوري وضعيت څخه په گټې اخستو دغسې نور بريدونه هم ترسره کولى شي
درحمان ملک په وينا تندلاري خپل دغسې ناوړه بريدونه دبې گناه خلکو دويرولو غرض دخپلې وسلې په توگه کاروي.
په ټول پاکستان کې دسُني او شيعه مسلمانانو ترمينځ دتيرو څو کلونو راهسې دتشدد څخه ډکو فرييزو پيښو کې تر دې مهاله په زرگونو خلک وژل شوي دي.
رحمان ملک وويل دپاکستاني طالبانو تحريک، القاعده او دسُني مسلمانانو ډله لشکر جهنگوي دغه ټول ديو تنظيم برخه ده.
رحمان ملک : تندلاري فرقه ييز توپير رامينځته کول غواړي

1