لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د بلاګر وقاص ګورایه د وژلو د سازش په تور کې یو پاکستانی وګړی د لندن عدالت ته وړاندې کړل شوی


د لندن پولیس ادارې د یو پاکستاني بلاګر وقاص ګورایه د وژولو د سازش په تور کې دجولاي په 19 نېټه د برتانيي او پاکستان شهریت لرونکی 31 کلن تن محمد ګوهير خان عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.

د ګوهير خان لومړۍ اورېدنه T20217198 د شرقي لندن په فرسټ ګېټ اولډ بېلې 14م عدالت کې وشوه.

په عدالت کې موجود یو خبریال وي او ای ډیوه ته وویل چې جج سویني د قضیې په وخت ویلي دي د اپیل بله اورېدنه به په کېنګسټن کراون عدالت کې د اکتوبر 29 کېږي. تمه ده د قضیې باقاعده سماعت به د جنورۍ په 4 مه شورو شي.

تورن تن دا مهال د پولیس په ولقه کې دی.

د لندن په عدالت کې موجود د بشري حقونو فعال او ډاکو مېنټري فلم کار روشان خټک وي او ای ډیوه ته وویل چې تورن تن ګوهیر خان او د هغه وکیل عدالت ته په آن لاین بڼه وړاندې شول. د روشان تر مخه تورن تن په ځان لګیدلي تورونه او نه منل.

د لندن پولیس محکمې یوه ورځ د مخه په یو ای مېل کې وي او ډیوه ته لیکلي وو 31 کلن ګوهیر خان چې د سپروسټن روډ فارسټ ګېټ اوسیدونکی دی دا وخت د پولیسو په ولقه کې دی او د جولايي په 19 نیټه به د اولډ عدالت ته وړاندې کول کېږي.

د ډیوه ددې تپوس په جواب کې چې ګوهیر خان چرته او د چا د مرګ سازش کولو؟ د لندن پولیس محکمې وویل ګوهير خان په 24 جون د سینټ پینکراس د ریل ګاډي په ډګر نیول شوی ؤ، د پولیسو د ای مېل ترمخه دا تورن تن د ندرلېنډ نه دغلته په رېل ګاډي کې رسیدلی ؤ. پولیسو البته دا او نه ویل چې ګوهیر خان د چا د وژلو سازش کولو.

خو ډیوه د متعلقه عدالت څخه خپور شوی هغه اي مېل تر لاسه کړی چې وايي تورن تن د فبرورۍ د میاشتې د 16 او د جون د 24 تر منځ د وقاص ګورایه د وژلو د سازش کولو په تور کې په جولايي 19 د د اولډ بېلی عدالت ته وړاندې کول کېږي.

خپله وقاص ګورایه دعوا کوي هغه دا معلومات تر لاسه کړي چې ګوهیر خان د فبرورۍ 16 او جون 24 تر منځ څو ځله د روټرډم ندرلېنډ سفرونه کړي وو، د ګورایه کور هم په روټرډم کې دی.

روټرډم ندرلېنډ. د ګورایه کور هم په روټرډم کې دی.
روټرډم ندرلېنډ. د ګورایه کور هم په روټرډم کې دی.

وي او ډبوه ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط د وقاص ګورایه یو نزدې ملګري وویل د ندر لینډ په روټرډم علاقه کې وقاص ګورایه د خپلې کورنۍ سره پاتې کیدلو خو هغه ته د ندر لېنډ استخباراتو خبر ورکړو چې په تا د مرګونې حملې امکان دی.

سر چېنې ډیوه ته وویل وقاص ګورایه ته د ندر لینډ یوې ادارې (پولیس اداره) په یو خوندي ځای کې د وسېدلو واړندیز کړو کوم چې هغه قبول کړو.

وقاص ګورایه د سګنل اېپ د لارې په 18 جولاي وي او ای ډیوه ته ددې خبرې پخلی وکړو چې هغه دا وخت ندر لینډ د پولیسو د محکمې په حفاظت کې پاتې کېږي .

د ګورایه تر مخه د هغه سره د هغه میرمن میشا سعید، 7 کلن زوی ارسطو ګورایه او یو نیم کلنه لور مشال قندیل هم دي.

په برتانیه کې ېوې پاکستانۍ خبرېالې د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل چې وقاص ګورایه د ندرلینډ د ادارې په امان کې د اوسیدلو په وخت په انټر نېټ هر قسم رابطې بندې کړې وې، هغه نه په ټویټر، نه په فېس بک او نه نورو رسنیو لیدل کېدلو.

وي او ای ډیوه چې د وقاص ګورایه د ټویټر اکاونټ ولټولو نو هغه د فبرورۍ د 16 نه تر د جولاي 16 په ټویټر کوم پوسټ ښکاره نه شولو.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې ګوهير خان د وقاص ګورایه د وژلو سازش ولې کولو.

وقاص ګورایه څوک دی او په ندر لېنډ کې ولې پاتې کېږي؟

وقاص ګورایه دا وخت 39 کلن دی د پاکستان د بهاولپور ضلعې د چشتیا اوسیدونکی دی.

هغه په کال 2007 کې ندر لېنډ ته د تعلیم په ویزه سفر کړی ؤ. هغه هم د هغه ځایه د خپلو نورو ملګرو عاصم سعید او سلمان حېدر سره په ګډه د موچي په نوم د ټویټر او فېس بک پاڼې چلولې.

په دغو پاڼو د پاکستان په پوځ او سخت دریځو مذهبي مشرانو سختې نېوکې کیدلې. ورستو دغه پاڼې تړل شوې وې.

وقاص په کال 2016 کې د فبرورۍ په 16مه نیټه د خپلې خور په واده کې د ګډون لپاره لاهور ته ستون شو. هم په لاهور کې په کال 2017 کې د جنورۍ په 4 مه نیټه بې درکه شو.

په ټولنیزو رسنیو او مطبوعاتو کې د خپرو شوو غېر تصدیق شوو خبرونو تر مخه ګورایه د پاکستان استخباراتي ادارې اي اېس ايي اغوا کړی ؤ.

ورستو ګورایه پخپله هم په یو شمیر موقعو دغه شان تورونه پورې کړي وو چې دی ایی اېس ايي اغوا کړی ؤ او ورباندې یې ناتاره تشدد کړی ؤ. د وقاص تر مخه اداره دده په موچي پاڼه موادو اعتراض لرلو. د پاکستان اداره ددغو تورونو تردید کوي.

ګورایه د جنورۍ په 28 په لاهور ښار کې څرګند شوی ؤ، د هغه تر مخه اغوا کونکو دی د پنجاب یونیورسټۍ خوا ته په داسې حال کې غورزولی ؤ چې په سترګو یې پټۍ وې.

ګورایه په 29 جنورۍ بیرته ندر لینډ ته سفر وکړلو. او هم ددغه وخت نه په خپل ټویټر پاڼه د پاکستان د پوځ او اسخبارتي ادارې په ضد سخت لیکونه کوي.

د پاکستان د پوځ دريځ

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د څانګې د هغه وخت مشر جنرل اصف غفور په یو خبري کانفرنس کې دغه تورونه رد کړي وو چې ګني هغه د هېواد کومې ادارې تښتولی ؤ. خو داسې کومې پلټنې یې هم نه وې کړی چې هغه د تر 24 پورې چرته ورک ؤ?

د پاکستان پوځ په ورستیو کې دا ویل سوا کړي دي چې هیواد یې د فیفت جنرېشن د وار فېر سره مخ دی. د فېفت جنرېشن وار فېر مطلب دا دی چې په اڼ لاین بڼه جګړه.

د پاکستان د پوځ اوسني مشر جنرل قمر باجوه د فیفت جنرېشن وار فېر اصطلاح په کال 2019 کې هفه وخت کارولې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو په ټولنیزو رسنیو د هیواد په پوځ او اسخبارتي سخت ټکونه کول.

د پوځ مشر په خپل یو بل تقریر کې ددې اصطلاح د تفصیل په وخت ویلي وو چې ځیني خلک د غلیم په لمسه د هیواد د ادارو د بدنامولو کوښښونه کوي.

هغه د چا نوم نه ؤ اخستی او نه یې د خپل دغه بیان کوم ثبوت وړاندې کړی ؤ خو د پوځ نويو برتي شؤ عسکرو او د پاکستان زلمیانو ته یې ویلي ؤ چې ددغو خلکو په پروپېنګنډو دې نظر ساتي.

دوه نور پاکستانیان په بهر هیوادونو کې په مشکوکه توګه وژل شوي

کريمه بلوڅ د 2020م کال د دسمبر پر 20مه د کېنېډا په ټورنټو ښار کې په مشکوکه توګه مړه شوې وه.

د فعالې کریمه بلوڅې د مرګ ورستو شکونه کېدل هغه وژل شوې.

د کريمه بلو بلوڅ د مړينې وروسته د بشري حقونو ځايي او نړيوالو تنظیمونو غوښتنه کړې وه چې د هغې د مړينې پلټنې دې وشي او رښتيا دې مخې ته راوستل شي.

د کریمه ملګرو او خپلوانو تور پورې کولو د هغې د وژنې په شا د پاکستان لاس دی

د دغو تورونو ورستو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کېنېډا ته خواست کړی ؤ چې د کريمه بلوڅ د مړینې پلټنې وکړي او رپورټ يې ترې غوښتی ؤ .

د کرېمې بلوڅ په کنېډا کې د مشکوکه مړېنې ورستو په امریکه، کنېډا او اروپا کې یو شمېر تنظیمونو په بیانونو او احتجاجونو کې د پاکستان په استخباراتي ادارو تور پورې کولو چې ګوندې کریمه یې وژلې.

خو د کنېډا پولیسو ویلي د کريمې په مرګ کې د جرم کوم څرک نه ښکاري.

د کنېډا پولیسو ویلي وو د هغې د مړېنې رپورټ یې خپلوانو ته ورکړی دی.

د 37 کلنې کریمه مړی پاکستان ته وړل شوی ؤ.

د کريمه بلوڅ خاوند حمل حيدر و ویلي وو چې د کريمې بلوڅ له وصيت سره يې سم د هغې مړی د هغې پلرني وطن تمپ ته ليږلی.


بلوڅ خبریال ساجد حسېن

په می 2020 کې د بلوڅ خبریال ساجد حسېن مړی د سویډن د اپساله ښار د دریاب په غاړه موندل شوی ؤ.

د بلوچستان د کېچ ضلعې اوسېدونکي ساجد حسېن له پینځو کلونو راهیسې د آنلاین ورځپاڼې "بلوچستان ټایمز" مشر وو او تر هغه مخکې یې له "ډېلي ټایمز" او "دي نیوز انټرنېشنل" ورځپاڼو سره هم کار کړی دی.

د سویډن پولیسو د ساجد حسېن د مړینې علت نه ؤ څرګند کړی او نه هم چا د هغه د وژنې ذمه واري په غاړه اخیستې وه، خو د بې سرحده خبریالانو (آر ایس ایف) تنظیم په اپرېل 2020 کې پخپل رپوټ کې ګومان څرګند کړی وو چې هغه به د پاکستاني استخباراتو په اشاره تښتول شوی وي.

د اېشیا پېسیفیک لپاره د بې پولې خبریالانو د تنظیم مشر ډېنیل بسټرډ شک څرګند کړی وو، چې ساجد حسېن د بلوچستان د بې درکه خلکو غوندې په جبري توګه بې درکه کړل شوی دی

ساجد حسېن ته په 2013 کې په بلوچستان کې د خپل کار له کبله ګواښونه کېدل چې بیا له پاکستانه و ووت او څه موده یې په عمان، عربي اماراتو او یوګنډا کې تېره کړه او بیا وروسته سویډن ته لاړ او هلته یې په 2017م کال کې سیاسي پناه واخیسته.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG