لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې یو تن د غېرت په نوم خپله مور اؤ درې خوېندې وژلې دي


پولیس وایي د پنجاب په خانیوال سیمه کې یو تن د غېرت په نوم خپله مور اؤ درې خوېندې وژلي دي.

د خانیوال د پولیسو د مشر یا ډي پي او له خولې ډاڼ ورځپاڼې پخپل رپورټ کې ویلي چې دا پېښه د خانیوال د کبیروالا تحصیل په اوکانواله سیمه کې شوې ده.

د پنجاب صوبې اعلا وزیرې مریم نواز د پېښې نوټس اخستی اؤ د پولیسو مشر ته یې امر کړی چې پېښه کې ککړ تن باید زر تر زره د قانون منګولو ته راکش کړي.

پولیس وایي په اوکانوالا سیمه کې د اتو خویندو یو ورور د کور دننه په خپلې مور اؤ خویندو ناتاره ډزې کړې چې پکې د هغه مور اؤ درې خویندي وژل شوې دي.

پولیس وایي له ابتدایي پلټنو ورته معلومه شوې ده چې دا وژنې د غیرت په نوم شوې اؤ وایي قاتل د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

د پېښې سره سم د پولیسو لوړپوړي چارواکي اؤ عمله د پېښې ځای ته رسېدلي اؤ د وژل شوؤ کسانو جسدونه د کبیرواله روغتون ته د پوسټ مارټم لپاره رسول شوي دي.

د خانیوال د پولیسو مشر اسماعیل الرحما کهاړک رسنیو ته ویلي چې د تښتېدلي قاتل د نیولو لپاره پولیسو بیلا بیل ټیمونه جوړ کړي دي.

د پنجاب صوبې اعلا وزیرې مریم نواز ددې پېښې په سخته نوټس اخستی اؤ د پنجاب صوبې د پولیسو مشر نه یې د پېښې په اړوند رپورټ غوښتی دی.

مریم نواز پخپل یو بیان کې ویلي د زوي په لاس د مور اؤ دریوؤ خوېندو وژنې سخته خواشینې کړې ده اؤ د پولیسو مشر ته یې لار ښوونه کړې ده چې پېښه کې ککړ تن باید زر تر زره د قانون منګولو ته راکش کړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا صوبه کې د غېرت په نوم د وژنو کچه لوړه شوې ده اؤ مطبوعات پرله پسې د غېرت په نوم د وژنو رپورټونه خپروي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG