لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعاتي تنظیمونه د میډیا د انتظام دپاره د حکومت د مجوزه ادارې مخالفت کوي 


د صحافيانو نړیوال تنظيمونه پاکستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شماري چرته چې ازاد صحافت کول خطرناک بللې کېږي
د صحافيانو نړیوال تنظيمونه پاکستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شماري چرته چې ازاد صحافت کول خطرناک بللې کېږي

په پاکستان کې د تنظيمونو کونسل اف پاکستان نيوز پېپرز ايډيټرز، ال پاکستان نيوز پېپرز سوسايټي، پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس او پاکستان براډ کاسټنګ اېسوسي اېشن مشتمل کمېټۍ د حکومت لخوا د میډيا د انتظام مجوزه ادارې پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټې مسوده رد کړې ده.

د دغو تنظيمونو په یو بېان کې ويلي چې د اطلاعاتو د وزارت او د میډيا د تنظيمونو ترمنځ د ملاقات ځینې خبرې قصداً مسخ کړې شوې دي.

مطبوعاتي تنظيمونه وايي د داسې تاثر ورکولو هڅې کېږي چې ګنې صحافتي تنظيمونه په میډيا ډوېلپمنټ باندې هېڅ ډول اعتراض نه لري.

بېان کې ویلي شوي دي چې د صحافيانو ټول نماېنده تنظيمونه ددغه مجوزه اتهارټې مسوده ردوي او وايي حکومت پرله پسې دا تاثر ورکوي چې د صحافيانو د ورولې ځینې طبقې په صحافت د قدغن لګولو پدغه لانجمن حکومتي هڅو کې د حکومت ملګري دي.

د میډيا د تنظيمونو لخوا جارى شوي بېان کې دا هم وویل شوي چې مشترکه کمېټي به د حکومت د راپارونکو ګامونو پرضد د هېواد دننه د بشري حقونو، وکيلانو او سول سوسایټې تنظيمونو لوري ته هم رجوع کوي.

پاکستان د صحافيانو د حقونو تنظيمونه وايي حکومت د يوې مرکزي ادارې د لارې د هېواد مېډيا ټول په ټوله د رياست د قابو لاندې د راوستلو هڅې کوي او د حکومت دا مبینه ګامونه امرانه بولي.

د پاکستان حکومت د میډيا د انتظام لپاره د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټې په نوم يوه مرکزي اداره جوړول غواړي او ددې دفاع هم کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ مرکزي وزیر فواد چوهدري وايي د اتهارټۍ د قېام د لارې به د مېډيا ازادي، غېر جانب داري او صحافتي قدرونه باوري جوړولې شي.

ډيوه سره خبرو کې د پاکستان د صحافيانو تر ټولو لوی تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکرتر ناصر زېدي وايي د اتهارټې د قېام په اړه د حکومت چلند مشکوک دی. زېدي زياتوي دا مجوزه قانون د هېواد د دستور د نولسمې 19 مادې هم پرضد دې. دا ماده د هېواد وګړو ته د اظهار د ازادۍ حق ورکوي.

هغه واي داسې قانون منلو ته تیار نه دي چې په مطبوعاتو قدغنونه لګوي او سخت مزاحمت به یې کوي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي مرکزي حکومت د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټې باندې د مشورې لپاره بېلابېلو صحافتي او د مېډيا د مالکانو تنظيمونو ته يو ډرافټ لېږلی و.

حکومت وايي د دې اتهارټۍ د جوړولومقصد د مېډيا مختلف قسمونه د يوې مرکزي اتهارټې لاندې راوستل او په ښه شان ددې انتظام کول دي.

ددې اتهارټې لاندې به د مېډيا په اړه د شکایتونو اورېدو لپاره ټرېبيونلز هم جوړولې شي چې مشري به یې د هاي کورټ پخواني جج کوي.

د دغه مجوزه اتهارټې د قېام نه پس به پاکستان کې د مېډیا د انتظام او څار اداره پيمرا، پرېس کونسل اف پاکستان او داسې نورې ادارې به پدغه اتهارټې کې ضم شي.

دا اتهارټي به په پاکستان کې د جوړېدونکو فلمونو، الېکټرانيکي، ډېجټل او پرنټ مېډيا مواد او اشتهارات رېګولېټ کوي.

پاکستان د مېډيا د څار غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک مشر او په پاکستان کې د صحافيانو د حقونو د ساتنې نړیوال تنظیم رپورټر ود اوټ بارډرز استازې اقبال خټک ډيوه ته وايي په نورو هېوادونو کې هم د مېډيا د انتظام مرکزي ادارې شته خو وايي کتل به دا وي چې د مجوزه اتهارټې د قېام په هکله د حکومت نيت څه دې.

هغه وايي که د حکومت نيت دا وي چې د دې اتهارټې د لارې صحافيانو ته ازادي ورکوي او د اظهار د ازادۍ د حق دفاع به کوي نو بیا سمه ده خو وايي داسې ښکاري چې دا نيت نه لري او غواړي چې مېډيا د شته ازادۍ هم محرومه کړي.

د صحافيانو نړیوال تنظيمونه پاکستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شماري چرته چې ازاد صحافت کول خطرناک بللې کېږي.

پاکستان کې د صحافيانو د حقونو د څار غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک ورستې شمېرې ښيي چې د کال 2002 نه تر اوسه پورې په پاکستان کې نيزدې 130 صحافيان وژل شوي دي خو په کې د يو خبريال نه خو قاتل مالوم شوې او نه چاته سزا ورکړي شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG